د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې پوځ د کردانو پر ضد درانه عملیات کړیدي


د ترکیې پوځ د کردانو پر ضد درانه عملیات کړیدي
د ترکیې پوځ د کردانو پر ضد درانه عملیات کړیدي

د ترکیې صدراعظم ( رجب طیب اردووان ) قزاقستان ته خپل سفر فسخ کړ او دا عملیات یې د نړۍ وال قانون په چوکاټ کي ددښمن " تود تعقیب " وباله.

ترکیې د عراق په شمال کي د کردي یاغیانو په مقابل کي څو ساعته وروسته له هغه نظامي عملیات پیل کړل چي دغو یاغیانو د عراق د سرحد سره نژدې د ترکې په جنوب ختیځ کي ٢۴ ترکي عسکر ووژل او ١٨ نور یې زخمي کړل.

خبري رپوټونه د ترکیې د چارواکو له قوله وایي چي په دې جګړه کي ٢٠ یاغیان هم وژل شوي دي. د ترکیې هوایي قواو په عراق کي د کردي یاغیانو ځایونه بمباري کړل او هلیکوپترو یې عسکر سیمي ته ورسول.

دا په څو تیرو کلونو کي په ترکي عسکرو باندي د کردي یاغیانو ډیره سخته حمله وه.

ترکي چارواکي وایي چي د کردستان د کارګر ګوند یا ( پي کې کې ) یاغیانو پرون د چهارشنبې په ورځ د ( هکاري ) د ولایت په دوو سیمو کي په نظامي پوستو باندي ډزي وکړې او بیا یې وویل چي دا حمله دوي وکړه چي دې خبري د هغه هیواد جمهوررئیس ( عبد الله ګل ) دې ته مجبور کړ چي ووایي " ددې حملې غچ اخیستل به ډیر غټ وي."

د نړۍ مشرانو د یاغیانو ددې حملې په مقابل کي عکس العملونه وښودل. د امریکا جمهوررئیس براک اوباما هغه " وحشیانه تروریستي حمله" وبلله او ویې ویل چي امریکا به د ترکیې د حکومت سره مرسته وکړي چي ( پي کې کې ) ته ماته ورکړي.

د اروپایي اتحاد د بهرنۍ پالیسي رئیسي ( کاترین اېشټن) دا حمله " د خجالت وړ " وبلله او د تروریزم سره په مبارزه کي یې د ترکیې سره د اروپایي اتحاد په پرله پسې ملاتړ باندي ټینګار وکړ او ویې ویل چي اروپایي اتحاد ( پي کې کې ) یو تروریستي سازمان بولي.

XS
SM
MD
LG