د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د عراق په شمال کې تازه هوایي او ځمکني بریدونه کړي 


د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې ددې هیواد پوځیانو د عراق په شمال کې د کردي سخت دریځو پر مورچلو باندې نوي هوایي او ځمکني بریدونه کړي چې په کې ۱۹ تورن کردي یاغیان وژل شوي او په جګړه کې څلور ترکي سرتیري ټپیان شوي دي.

د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي آکار، په یو ویدیویي پیغام کې چې ددې هیواد د دفاع وزارت په ویپپاڼه خپور شوی، ویلي چې د ترکي پوځیانو جنګي جت الوتکو او توپخانې د کردستان د کارګر ګوند مورچلې په نښه کړي او د ترکیې د کماندو ځواکونو د هلیکوپترو او بې پیلوټه الوتکو په ملاتړ د یاغیانو پر مورچلو باندې ځمکني عملیات ترسره کړل.

ښاغلي آکار ویلي چې د ترکیې د هوایي ځواک جنګي جت الوتکو د کردستان د کارګر ګوند اړوند پناه ځایونه، غارونه، تونلونه، د مهماتو ذخیرې او قرارګاوې په نښه کړي دي.

د کردستان د کارګرانو ګوند د عراق په شمال کې مرکزونه لري چې له هغه ځایه دننه په ترکیه کې بریدونه طرحه او عملي کوي.

تر اوسه د کردستان د کارګرانو ګوند د ترکي ځواکونو د بریدونو او د کردي یاغیانو د مرګ ژوبلې د شمیرو په اړه تبصره نده کړې او د ترکیې د دفاع وزیر څرګندونې هم په خپلواکه توګه ندي تائید شوي.

د ترکیې د دفاع وزیر ندي ویلي چې پدغو عملیاتو کې څومره ځواکونو او کومو جنګي وسایلو برخه اخیستې ده، خو ویلي یې دي چې ددې هیواد پوځیانو ټول هغه اهداف ترلاسه کړي چې دمخه په نښه شوي وو.

د ښاغلي اکار په وینا دغه عملیات وروسته له هغې طرحه شول چې معلومه شوه کردي یاغیان د "پراخو بریدونو" د ترسره کولو نیت لري. هغه وویل چې د عملیاتو په ترڅ کې پوره پاملرنه شوې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي، زیربناو او فرهنګي او مذهبي اماکنو ته تاوان ونه رسیږي.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې دغه عملیات د "دوستانو او متحدینو" سره په همغږۍ شوي دي، خو نور جزییات یې ندي ذکر کړي.

تیره اونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د کردستان د خودمختاره سیمې د صدراعظم مسعود بارزاني سره په عراق کې کتلي وو. هغه ساحې چې ترکي ځواکونو په کې نوي عملیات کړي هغه هم د عراق د کردستان سیمې دي.

له هغه وخته چې په ۱۹۸۴ کې د کردستان د کارګر ګوند په یاغیګرۍ لاس پورې کړی, ددغې ډلې په تاوتریخوالي او ددې ډلې د ځپلو لپاره په عملیاتو کې په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.

متحده ایالات او اروپایي ټولنه د کردستان کارګر ګوند د یو ترهګر سازمان په توګه پیژني.

XS
SM
MD
LG