د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ ۴۸ بې وزلي هیوادونه معرفي شول


د نړۍ ۴۸ بې وزلي هیوادونه معرفي شول
د نړۍ ۴۸ بې وزلي هیوادونه معرفي شول

ملگرو ملتونو ۴۸ هیوادونه د نړۍ د وروسته پاتي یا لږ پرمختللي هیوداونو کې شمیرلي دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون نن په ترکیه کې ددغو هیوادونو لپاره په جوړې شوې غونډې کې خبرې کولې

دغه ډول درې غونډې پخوا هم شوې دي.

ددغه ۴۸ هیوادونو ٣٣ په افریقا کې دي ، د افغانستان په شمول ١۴ یې په اسیا کې او یو یې هیتي دی چې د امریکا په لویه وچه کې دی.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی او د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد پدې غونډې کې برخه اخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د اعلامېی پر اساس جمهور رئیس کرزی پرون د یکشنبې په ورځ استانبول کی د ملگرو ملتو عمومې منشي بان کي مون سره وکتل.

همدارنګه د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد، په دغه کنفرانس کی برخه اخلي.

توقع کیږی چه ښاغلی احمدي نژاد ، د ملگروملتونو د عمومی منشی بان کی مون، او د ترکیی د جمهورریس او صدراعظم سره د خپل دغه سفر په وخت کی وگوری.

دغه کنفرانس نن پیل شو ، او د جمعی تر ورځی به ادامه ولری.

بې وزلي هیوادونو څنګه ټاکل کیږي

د ډیرو نورو معیارونو په پام کې نیولو ترڅنگ د ملگرو ملتونو په اساس هغه هیوادونو په وروسته پاتي هیوادونو کې شمیرل کیږي چې په ملي کچه د سړي سر عاید د ۹۰۵ امریکایی ډالرو څخه ټیټ دی.

بان کیمون په بډایو هیوادونو غږ وکړ چې د خپلو گاونډیو وروسته پاتې هیوادونو په اقتصادي پرمختگ کې ونډه واخلي.

بان کیمون په مدني ټولنو غږ وکړ چې د غربت په وړاندې مبارزې کې د حکومتونو سره مرسته وکړي.

بان کیمون وویل: ((اوس په ورسته پاتې هیوداو کې ټاکنې یوازی په استثنایي حالاتو کې نه بلکې په عمومي ډول ترسره کیږي. دا بدلون د مدني ټولنو د نه ستړی کیدونکو هڅو پایله ده چې حکومتونه مسولیتونو ته متوجه کوي. حکومتونه نشي کولاې په یواذي توگه د غربت په وړاندې مبارزه وگټي. مدني تولنه مهم شریک او غړی دی.))

ښاغلی بان وویل چې مونږ باید یو قوی درې اړخیزه شراکت ولرو.

(( حکومتونه، سرمایه داران او مدني تولنه: هیڅ پالیسی د شراکت او د مدني تولنې د غږ د منعکسولو پرته نشي کولاې چې بریالی عملي شی.))

دې ډلې مشورې ته به د استانبول په پنځه ورځنې غونډې کې کتنه وشی.

XS
SM
MD
LG