د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د لاردکه سیاسي مخالفینو د میاندو خلاف اقدامات کړي


د ترکیې حکومت په خپل ملک کې د تاریخې مظاهرو ضد سخت اقدامات کړیدي. دغه مظاهرې د څو لسیزو نه د هرې شنبې په ورځ د هغه کسانو په یاد کې ترسره کیږي چې د ١٩٨٠ او د ١٩٩٠ په لسیزو کې حکومت د سیاسي مخالفت له کبله بندیان کړي و، ځینې د کورونه نه لادرکه شوې او د ځینو سیاسي قتل شوې.

د یادونې وړ ده چې دغه مظاهرې د ځبل شوو کسانو د میاندو لخوا ترسره کیدی.

د د ترکیې د بهرنو چارو وزیر سلیمان سویلو د حکومت د هغه اقدامات سم بللې دي. هغه وویل مونږ غواړو چې دغه ځورونه او د دروغو د میاندو کارول ختم کړو. هغه حتی په دغو مظاهرچیانو د ترهگرۍ د ملاتړ تورونه ولگول.

د ښځو د حقونو فعالانو د سویلو دغه تورونه رد کړیدي او ژمنه یې کړېده چې خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.

د شنبې د ورځې مظاهر ٧٠٠ ځل و چې میاندې او د حقونو فعالینو په یوې غونډې کې د حکومت نه وغوښتل چې د ١٩٨٠ په لسیزې کې د لادرکه شوو کسانو ستونزې ته پام وکړي.

د یادونې وړ ده چې په ١٩٨٠ کال کې په ترکیې کې پوځي کودتا شوې وه او د هغې نه وروسته حکومت خپل مخالفین په شختۍ ځبلې و چې پکې د ځینو کسانو قتلول هم شامل و.

XS
SM
MD
LG