د ترکیې ناکامه کودتا په داسې یو عصر کې پیښه شوه چې د نړۍ خلک خبرونو او اطلاعات د انترنت او په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو له لارې تر لاسه کوي. د دغې کودتا په اړوند خبرونه په پراخه توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول او د خبریالانو تر څنګ عامو خلکو هم ډیر انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې. د انځورونو په دغې مجموعه کې به یو شمیر هغه انځورونه وګوری چې د نړیوالو رسنیو د ځینو خبریالانو له خوا د ترکیې د کودتا په لړ او وروسته اخیستل شوي دي.
د ترکیې ناکامه کودتا په انځورونو کې

۱
د جمعې په شپه د ترکیې د پوځ یوې برخې هڅه وګړه د دغه هویاد له حکومت څخه واک ترلاسه کړي او پوځیانو په لویو ښارونو، لکه انقره او استانبول کې لوې لارې د ترافیک پر مخ وتړلې.

۲
د کودتا په لومړنیو شیبو کې د ترکیې پوځ د دغه هیواد په ملي تلویزیون کې یوه اعلامیه خپره کړه او خلکو ته یې و ویل چې د دموکراسۍ او د بشر د حقونو لپاره یې واک په لاس کې اخیستی.

۳
د ترکیې جمهور رئیس، رجب طیب اردوغان، چې په رخصتۍ بهر تللی وو بیرته هواد ته ستون شو او له خلکو یې وغښته چې سړکونو ته راووځي او د کودتاچیانو په وړاندې د حکومت ملاتړ وکړي.

۴
د استانبول او انقرې به ښارونو کې یو زیات شمیر خلک د حکومت په ملاتړ او د کودتاچیانو پر خلاف سړکونو ته راوتل.