د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه یو گام نور د سکولاریزم څخه لیرې شوه


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان

د ۱۹۲۸ میلادي کال راهیسې د ترکیې په اساسي قوانینو کې یو د بل پسې سکولار نظام یا د دین او دولت بیلتون ذکر شوی دی.

د نوې ترکیې د بنسټ ایښوونکي مصطفی کمال (١٩٢٣ – ١٩٣٨) په دوره کې چې په اتاترک مشهور و، د ترکیې ټولنیز او اقتصادي وضعیت بدل شو او اساسي قانون په سیکولار مفکوره جوړ شو. د هغه وخت نه نژدې یوه پیړۍ تیره شوه او د ترکیې ٩٩ فیصده نفوس مسلمانان دي.

د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، حکومت له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی او منتقدین وایي چې دې حکومت د ترکیې تاریخي ژمنې – د دین او حکومت بیلتون – ته گواښ رامنځ ته کړی او د هیواد وگړي یې سخت دریځۍ ته سوق کړي.

له سکولاریزم نه د اسلام په لور د ترکیې حرکت

د ترکیې د حکومت یو وروستی اقدام چې د سکولاریزم پر ضد او د اسلام په گټه یې کړی دی هغه په لیسه ښوونځیو کې د تکاملي سیر (ډاروینیزم) د نظریې د تدریس منع کول دي.

د تکاملي سیر نظریه چې د انگلیسي پوهاند چارلز ډاروین، له خوا مطرح شوې ده په دې ټینگار کوي چې ټول ژوندي مخلوقات له یوې منبع نه راټوکیدلي دي.

د ترکیې حکومت د خپلې پریکړې په هکله وایي زده کونکي ضرورې سیانسې او معلوماتې سابقه نلری چې ددغې تیورۍ درک کولو ته پکارده.

خو د ترکیې حکومت ادعا کوي چې ددې نظریې د تدریس د بندولو تصمیم د اسلام سره ارتباط نه لري. ترکي مقاماتو ویلي چې ددي نظریې د اثبات لپاره کوم علمي بنسټ نه شته.

د ترکیې د ښونې وزارت د تعلیمي نصاب رئیس الپاسلن دوموس ویلي چې د تعلیمي نصاب غړي فکر کوي چې دا ډول نظریه باید د لیسې نه پورته د لوړو زده کړو زده کوونکو ته تدریس شي.

ښاغلي دورموس ویلي چې دوی د اړتیا له مخې تصمیم ونیو چې یو شمیر جنجالي مسایل د لیسه ښوونځیو له تعلیمي نصاب نه وباسي.

د ترکي مقاماتو د اقدام په اړه غبرگون

ترکي مقامات ښایي د خپل اقدام په هکله هر ډول دلیل راوړي خو منتقدین ادعا کوي چې ترکي زده کوونکي او ماشومان ښایي لازمې زده کړې ونه شي کړای چې په نړیواله کچه سیالي وکړي.

یو سیکولار پوهاند الاتین دینسر، د امریکا غږ سره مرکه کې وویل "د ترکیې د معارف سیستم د اساسي علومو په برخه کې ډیر کمزوری دی" او په ازموینو کې ترکي زده کوونکي په مختلفو مضمونونو کې له ریاضي او فزیک نه نیولی تر کیمیا او بیولوژي پورې ټیټې نمرې اخلي او یواځې ازموینه تیروي-نه داچې لوړې نمرې وگټي.

ښاغلی دینسر همداشان وایي که د ډاروین د تکاملي سیر (ډاروینیزم) نظریه په ښوونځیو کې تدریس نه شي، څنگه ترکیه ادعا کولای شي چې د علمي لحاظه روښانه هیواد دی او په راتلونکې کې به پوهان ټولنې ته وړاندې کړي.

نور منتقدین بیا په دې باور دي چې جمهور رئیس ادوغان پلان لري چې ترکیې ته اسلامي هویت ورکړي.

خو د کاتولیک علماو په شان د دینې علومو ډیر علما وايي، د تکامل نظریه او اسلام د یوبل ضد ندی.

د دینې علومو استاد احسان ایلیاجیک وايي که یو څه په سیانټیفیکه توگه رښیتا وې نو تاسې يي باید په خلاف ونه دریږی. که د تکامل نظرېه په سیانټیفیکه توگه رښتیا په طبعیت کې موجوده وې نو هیڅوک يي په ضد نشی دریدای، ځکه دا رښتیا ده.

XS
SM
MD
LG