د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ د ترکيې وزیره له خپلې خاورې وشړله


ترکي چارواکو په هالنډ باندې د نه منلو وړ لفظي حملې وکړې
ترکي چارواکو په هالنډ باندې د نه منلو وړ لفظي حملې وکړې

د هالنډ پولیسو د یکشنبې په ورځ د ترکيې د کورنیو چارو وزیره فاطمه بیتول سایان کایا له خپلې خاورې وشړله او د جرمني پر سرحد یې واړوله.

ترکيې ویلي چې د دې کار غچ به واخلي. پولیسو هغې ته اجازه ورنکړه چې د ترکیې د قونسلګرۍ مخې ته راټولو شویو احتجاج کوونکو ته وینا وکړي.

یو احتجاج کوونکي ابراهیم بیسین وویل"هالنډ کوښښ کوي چې زموږ د وزیرې په توقیف کیدو سره په اروپا کې د ترکيې ټولنې او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی پیدا کړي. دغه کوښښونه به د هالنډ لپاره، چې نفوس يې د استانبول نیمايي دی، ښه نه وي".

یوبل احتجاج کونکی مراد سگلام وايي، "زه څه ووایم؟ دا له پخوا نه د اروپا لپاره یوشرم دی. دا د ډیموکراسۍ ډیره ناوړه لحظه ده. دا د منلو وړنده چې د ترکيي د وزیري یا بل هر وزیر سره دا ډول سلوک وشي".

د هالنډ حکومت وايي، ترکيي ته يي ویلې و چې د عامه نظم اوامنیت په باره کې مصالحه نشي کولی. پولیسو د نیمې شپې نه لږ وروسته مظاهره چېان قونسلگرۍ ته له نژدې سیمې نه په زور وویستل. ضربتي پولیس چې په آسونو سپاره او پلي روان وو، دغه گڼه گوڼه په شا وتمبوله.

د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر مولود جااوس اغلو ته د شنبي په ورځ اجازه ورنکړل شوه چې په هالنډ کې له الوتکې نه را ښکته شي ځکه چې په درست اروپايي اتحاد کې د ترکيې د ریفرنډم د مبارزي په اړه مخالفت مخ په زیاتیدو دی.

د هالنډ سیاستمدارانو وویل، دوی د صدراعظم مارک روت د پریکړې ملاتړ کوي چې په سفرونو يې بندیز لگولی دی.

د اروپايي اتحاد غړي هیوادونه د ترکيې د هغو وزیرانو په سفرونو اعتراض کوي چې په اروپا کې له ترکي اتباعو نه غواړي چې راتلونکې ریفرنډم کې رایه ورکړي . ددغه ریفرنډم هدف د ترکيې په اساسي قانون کې بدلون راوستل دي او د کورني تاوتریخوالي په علت دغه مبارزه پیل شوه.

انقره له هغو میلونونو ترکانو چې په اروپا کې اوسیږی او کار کوې غواړي د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ملاتړوکړې چې تر دوه زره نهه ویشتم کال پورې په قدرت کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG