د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې کودتا کې د لاس لرلو په تور د سلګونو پوځيانو د نیولو امر کړی


د ترکیې حکومت په ۲۰۱۶ کې د ناکامې پوځي کودتا وروسته زرګونه کسان نیولي او بندي کړي‌دي
د ترکیې حکومت په ۲۰۱۶ کې د ناکامې پوځي کودتا وروسته زرګونه کسان نیولي او بندي کړي‌دي

د ترکیې حکومت په تازه اقداماتو کې د ۴۱۴ کسانو چې اکثریت یې نظامیان دي د نیولو امر کړی دی.

حکومتي چارواکي‌ وايي دغه کسان د ۲۰۱۶ په ناکامې پوځي کودتا کې دخیل وو. چارواکي په امریکا کې مېشت د ترکیي یو مذهبي مشر فتح الله ګولن تورنوي چې دا کودتا یې پلان او تنظیم کړې وه. په دغې کودتا کې شاوخوا ۲۵۰ کسان ووژل شول.

د ترکیې دولتي رسنۍ انادول د سه شنبې په ورځ جون۹ (غبرګولي۱۹) د لوړ پوړیو چارواکو له خولې لیکلي دي چې چارواکو د فتح الله ګولن د غړو د نیولو لپاره او ځپلو عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې په ۲۲ ولایتونو کې د دغو تورنو کسانو د نیولو عملیات پیل شوي‌ او تر دې دمه پولیسو ۱۶۰ کسان نیولي دي.

په استانبول کې یو څارنوال د ۱۵۸پوځي افسرانو، ډاکټرانو او ښوونکو د نیولو امر هم کړی دی چې تر دې دمه ۸۶ کسان یې نیول شوي دي. په یو بل فرمان کې د ترکیې د هوايي ځواکونو د ۳۲ غړو او په یو بل جلا فرمان کې د ۳۳ نورو پولیس افسرانو د نیولو امر هم شوی دی. دوی ټول تورن دي چې د ۲۰۱۶ په کودتا کې یې لاس لره.

په یو عملیاتو کې پولیسو د ترکیې د دیارباکیر په ښار کې د پوځ ۱۶ غړي نیولي او محکمې وار دمخه د دغو کسانو شپږ تنه زنداني کړي دي.

د ۲۰۱۶ له کودتا وروسته نژدې ۸۰زره کسان د محکمو پرېکړو ته منتظر دي او ۱۵۰زره نور ملکي کارکوونکي، پوځي پرسونل او نور کسان یا له دندو شړل شوي او یا یې دندې ځنډول شوي دي.

د ترکیې منتقد لویدیځ هېوادونه دا ډول اقدامات غندلي خو انقره وايي چې دا اقدامات یې د امنیتي تهدیدونو د ختمولو لپاره ضروري‌ دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له کلونو راهېسې دا خبره کوي چې د فتح الله ګولن پلویانو د ترکیې په پوځ، پولیسو، عدلي‌ او قضايي څانګو او نورو برخو کې ځانونه ځای کړي‌ او یو ډول "موازي دولت"یې جوړ کړی.

فتح الله ګولن له ۱۹۹۹ راپدیخوا په امریکا کې ځان تبعید کړی دی او په کودتا کې خپل لاس لرل ردوي.

XS
SM
MD
LG