د ترکیې لومړي وزیر بیا د یکشنبې په ورځ د خپلو پلویانو د لاریون څخه په کلکه ملاتړ وکړ. دا په داسي حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د لسمې ورځ د پاره په ترکیې کې د استنبال په یوې عمومي جادې کې د حکومت د پراختیايي پلان پرضد مظاهره کونکو لاریون وکړ. د لاریون تنظمیونکو د نورو مظاهرو د دایرولو غږ پورته کړی دی.
د ترکیې په جنوب کې د ادانې په ښار کې چیري چې د حکومت ضد او حکومت طرفدارو مظاهره کونکو د شنبې په ورځ نښتې وکړې، د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اوردګان د یوه بس موټر د سره یوه سخته وینا وکړه.
ښاغلي ایردوګان د خپلو پلویانو او د عدالت او پرمختګ د ګوند د غړو څخه وغوښټل چې د تشدد دي نه کوي او پر ځای دي لاریون کونکو ته چې د هغه په وینا یې د مظاهرو په کولو سره ټول هېواد وښوروی، د راتلونکي کال د مارچ د میاشتې په ټولټاکنو کې سبق ورکړي.
د عدالت او پرمختګ ګوند د شنبې په ورځ د مخکي له مخکي ټولټاکنو د دایرولو غوښتنې چې د مظاهره کونکو له خوا مطرح شوي دي، رد کړې.
ښاغلي ایردوګان روانې مظآهرې وغندلې او د خلګو نه یې دا پوښتنه مطرح کړه چې آیا د هغه په وینا ترهګرو او انارشیستانو ته چې غله دي د دې اجازه باید ورکړل شي چې عامې جادې ونیسي.
په عین حال کې د تکسیم څلور لارې د مظاهرو تنظیمونکو چې د لومړي ځل دپاره دوي مظاهرې پيل کړې، د نویو لاریونونو د دایرولو غږ پورته کړی دی.