په ترکیی کی د پرونی زلزلی نه ورسته د ویجاړو سوو ودانیو لاندی د ژوندی پاتی کسانو د ژغورنی عملیات دوام لری.
په دغه لړ کی ژغورنکو یوه ماشومه چی د دوو اوونیو ده او د دغی ماشومی مور د یوی ویجاړی سوی ودانی له لاندی نه راواستل.
خو اوس هم ویل کیږی چی په سلګونو او ان په زرګونو خلګ د ویجاړوی سوو ودانیو له خاورو او خزلو لاندی بند پاته دی.
چارواکی وایی چی په دغه زلزلی کی د مړو شمیر ۳۶۶ ته رسیدلی او لږ تر لږه ۱۳۰۰ کسان بیا زخمی سوی.
د ترکیی په ختیځ کی په زرهاوو خلګو دوهمه شپه هم په یخی هوا کی د شنه اسمان لاندی تیره کړه.
ژغورونکی ډلی د زلزلی نه ورسته د ژوندی پاتی کسانو د موندنی عملیاتو ته ادامه ورکړی.
د ژغورنی ډلی نن سهار څو نور ژوندی پاتی کسان هم د ویجاړوشوو ودانیو له خاورو خزلو نه راوایستل.