د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې دفاع وزیر وايي کردي یاغیانو ۱۳ ترکان اعدام کړي 


د عراق په شمال کردستان غرنۍ سیمه کې د ترکیې پوځي هلیکوپتر د ټیټ پرواز پر وخت
د عراق په شمال کردستان غرنۍ سیمه کې د ترکیې پوځي هلیکوپتر د ټیټ پرواز پر وخت

د ترکیې د دفاع وزیر حلوصي آکار، ویلي چې د عراق په شمال کې میشت د کردستان د کارګر ګوند د تروریستي ډلې یاغیانو ۱۳ ترکان یرغمل او بیا اعدام کړي دي.

ښاغلي آکار د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۶) د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ۱۲ یرغمل شوي کسان په سر باندې او یو تن پر اوږو باندې په ډزو وېشتل شوي او یا اعدام شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د کردستان د کارګر ګوند د سخت دریځو د ځپلو لپاره د ترکي پوځیانو ځمکني او هوایي عملیات چې د عراق په شمال کې د فبرورۍ په لسمه پیل شوي لاهم روان دي.

د دغو عملیاتو هدف د مخکنیو تښتول شویو کسانو ازادول دي، تر اوسه ۴۸ سخت دریځه کردان وژل شوي او درې ترکي سرتیري ټپیان شوي دي.

د ترکیې د جنوب ختیځ مالاتیا سیمې والي ویلي دي چې شپږ ترکي پوځیان او دوه پولیس منسوبین چې پنځه کاله مخکې تښتول شوي وو هم کردي یاغیانو اعدام کړي.

د رویترز اژانس د امنیتي منابعو له قوله ویلي چې د ترکیې د استخباراتو یو شمیر کارکوونکي هم په اعدام شویو کسانو کې شامل دي.

خو د کردستان د کارګر ګوند په خپله ویبپاڼه باندې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ترکیې د استخباراتو، پوځ او پولیسو په ګډون یو شمیر بندیان په دغه سیمه کې په نښتو کې وژل شوي دي. دغه ډلې د کردي یاغیانو له لورې د دغو کسانو د اعدامولو ادعاوی رد کړې دي.

د ترکیې حکومت او نړیوالې ټولنې زیاته برخه د کردستان د کارګر ګوند یوه ترهګره ډله ګڼي.

ترکي پوځیان په پرله پسې توګه د کردستان د کارګر ګوند د سخت دریځو پر مورچلو باندې چې د څو لسیزو راهیسې د عراق د شمالي غرنیو سیمو څخه پر ترکي ځواکونو باندې د برید لپاره کار اخلي، هوایي او ځمکني بریدونه کوي.

د ترکیې د دولت پر ضد د کردانو جګړه د ۱۹۸۴کال راهیسې روانه ده، ګمان کیږي چې تر اوسه پورې پدغه شخړه کې په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG