د ترکیې حکومت د چهارشنبې په ورځ می ۲۹ (جوزا ۹) اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دپلوماتیکو پاسپورټونو د لرونکو لپآره د ویزې د معافیت موافقه لغوه کړې ده.
ترکي رسنیو د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې په حواله لیکلي دي، دغه تړون چې په ۲۰۰۸ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوی و، د روان میلادي کال د جون له لومړۍ نېټې څخه لغوه دی.
د دې هوکړه لیک په لغو کیدو سره به د ترکیې او طالبانو هغه چارواکي چې دپلوماتیک پاسپورتونه لري باید دغو دواړو هېوادونو ته د سفر لپاره ویزې ولري.
ترکي مقاماتو د دغه اقدام لامل نه دی روښانه کړی، خو دا پرېکړه افغانستان ته د ترکيې د مهاجرت ادارې د چارواکو له سفر څخه څو ورځې وروسته شوې ده.
د ترکیې د مهاجرت د عمومي ادارې پلاوي د روانې میاشتې په پیل کې کابل ته سفر کړی و چې ترکیې ته د افغان اتباعو د غیر قانوني مهاجرت او افغانستان ته د هغوی د استولو په اړه د طالبانو له مقاماتو سره خبرې وکړي.
ترکیه د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ یو له اصلي ځایونو څخه دی چې اکثر یې له ایران څخه د قاچاق له لارې دغه هیواد ته داخلیږي.
د ترکیې د مهاجرت ادارې افغانان د مهاجرت د جدول په لومړي سر کې ځای کړي دي چې په ناقانونه توګه دغه هیواد ته داخلیږي. ددې ادارې د شمېرو له مخې د مهاجرینو د شمیر له پلوه د سوریې له وګړو وروسته افغانان په ترکیه کې دویم ځای لري.
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، ترکیې ته د افغان وګړو مهاجرت زیات شوی او اکثر یې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته تللي دي.
انقرې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په کابل کې د ترکیې سفارت پرانیستی دی او چارې یې د دغه هېواد د شارژدافیر له خوا پرمخ وړل کېږي.
د طالبانو د حکومت او ترکيې ترمنځ د رسمي ديپلوماتيکو اړيکو له نشتوالي سره سره په تېرو دريو کلونو کې د طالبانو یو شمیر چارواکو د ترکيې په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفرونه کړي او انقرې هم د طالبانو د حکومت يو شمېر دپلوماټان منلي دي.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه