د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د سوریې د اقدام په خاطر د ناټو غونډه رابللې


AP
AP

د ترکیې د باندنیو چارووزیر وايي چې سوریې یوه ترکي جټ الوتکه هغه مهال ویشتلې او راغورځولې ده چې په نړیوال هوايي قلمرو کې یې پرواز کوی.

احمد دوګلو د تی آر تي تلویزون ته نن د یکشنبې په ورځ وویل چې پیلوټانو غوښتل چې د الوتکې د رادار امکانات و آزمويي خو د جمعې په ورځ د مدیترانې په سیند باندي د سوریې له خوا راغورځول شوه. د باندنیو چارو وزیر وايي چې دغه الوتکه د سوریې فضايي قلمرو ته یو څه ورننوتلې وه خو پنجلس دقیقې د قلمرو نه دباندي وه چې ووېشتل شوه.

ناټو وايي چې استاځي به یې د سې شنبې په ورځ د ترکي چارواکو سره د موضوع په تړاو خبري وکړي. ناټو وايي چې ترکیې دغه غونډه رابللې ده.

د شنبې په ورځ د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل وویل چې جیټ الوتکه یې د سوریې قلمر ته یو څه ورننوتلې وه خو نوموړي وویل چې دا عادي خبره ده چې جیټ الوتکې په هغه سرعت چي لري تر یوه حده پردي قلمرو ته ننوځي.

ایران د ترکیې او سوریې نه غوښتي دي چې د پېښې په هکله دي د احتیاط نه کار واخلي. د ایران د باندنیوچارو وزیر علي اکبر صالحي د شنبې په ورځ د خپل ترکي انډول سره ټلفوني خبرې وکړي او د موضوع د سوله ایز حل غوښتنه یې وکړه.

د تیرکال راهیسي کله چې په سوریې کې د بشرلاسد پرضد مظاهرې پیل شوې، ایران د اسد پلوي کوي.

سوریې دا منلې ده چې د ترکیې الوتکه یې راغورځولې ده خو وايی چې دغه الوتکه د دوي قلمرو ته ورننوتې ده او دوي هغه څه کړي دي چې په داسي شرایط کې باید ترسره شوي وای.

د ترکیې او سوریې ځواکونه، دواړه اوس د راغورځېدلي الوتکې په دوو پیلوټانو پسي ګرځي.

XS
SM
MD
LG