د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: د طالبانو دفتر ته اجازه ورکوو


ترکیه: د طالبانو دفتر ته اجازه ورکوو
ترکیه: د طالبانو دفتر ته اجازه ورکوو

ترکیی ویلی چی حاضره ده د افغانستان د سولې د هغو هلو ځلو په لړ کی چې په دی ملک کی جگړه پای ته ورسول شي ، په خپل ملک کی د طالبانو د پاره د دفتر خلاصیدو ته اجازه ورکړي.

د ترکیی د بهرنیو چارو، وزیر احمد دادواوگلو هنگري ته د سفر په وخت خبریالانو ته وویل چی که افغان حکومت تری وغواړي ، ترکیه حاضره ده چی په خپل ملک کی د طالبانو یوی نمانیدنگۍ ته د خلاصیدو اجازه ورکړي.
دغه کار به د طالبانو لپاره زمینه مساعده کړی چی د افغان چارواکیو سره په بی طرفانه توگه ملاقات وکړي.

دادو اوگلو او د ترکیی نور چارواکي حاضر دی چی د افغانستان د سولی په بهیر کی هر ډول مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG