د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ترکيې په دوو چارواکو بندیزونه ولگول


امریکا د ترکیې په حکومتي چارواکو په هغه ملک کې د مسيحي مبلغ د نیولو او زنداني کولو له کبله بندیزونه ولگول.

د امریکا حکومت د چارشنبې په ورځ (اګست ۱) د ولسمشر طیب اردوگان د کابینې په دوو وزیرانو لدې کبله بندیزونه ولگول چې یو امریکایي پادري یې په ترکیې کې د حکومت ضد د ناکامې کودتا سره د مرستې په تور زنداني کړیدی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز وویل "مونږ ته داسې هیڅ شواهد ندي ترلاسه شوي چې پادري څه غلط کار کړیدی. او مونږ باور لرو چې هغه د ترکیې حکومت غیر عادلانه بند کړیدی."

د امریکا د خزانې وزرات د ترکیې د عدلیې د وزیر عبدلحمید گل او د کورنیو چارو د وزیر سلیمان سویلو ضد دغه اقدامات کړیدي. امریکا په دغو دواړو وزیرانو تور لگوي چې امریکایي پادري اینډریو برنسن یې نیولی دی.

د ترکیې د بهرنو چارو وزارت د امریکا دغه اقدام پارونکی عمل بللی دی او ویلي یې دي چې ځواب به ورته ورکړي.

د امریکا او ترکیې اړیکې د دغه پادري د نیولو له کبله خرابې شویدي، پادري برنسن ترکیې ٢١ میاشتې مخکې نیولی دی.

XS
SM
MD
LG