د لاس رسي وړ اتصالات

مزار کې د ترکیې د "جعلي ویزې" پر ضد مظاهره وشوه


مظاهر کوونکي وايي انحصاري شرکت ورته د ترکیې جعلي ویزې ورکړي‌ دي
مظاهر کوونکي وايي انحصاري شرکت ورته د ترکیې جعلي ویزې ورکړي‌ دي

مظاهره کوونکي یو شخصي شرکت د ویزو په جعل تورنوي خو پولیس وايي دا تورونه ناسم دي.‌

په مزارشریف ښار کې ځيني خلک ادعا کوي چې د "ریرید" په نامه خصوصي شرکت د ترکیې جعلي ویزې پلوري. لسګونه کسانو د یکشنبې په ورځ (مۍ۳) د دغه شرکت په مخالفت مظاهره وکړه.

اعتراض کوونکي وايي دغه شرکت ۴۷۰۰ کسانو ته یې جعلي ویزې ورکړې او د هرې ویزې پر سر یې لږ تر لږه ۲۵۰۰ ډالره اخیستي‌ دي. دوی وايي پولیسو د ترکیې په هوايي‌ ډګر کې د جعلي ویزو له پېژندلو وروسته بېرته افغانستان ته شړلي دي.

د سرپل ولایت دوو اوسېدونکو فراح الدین او سبحان الله چې وايي‌له ترکیې بېرته افغانستان ته شړل شوي امریکا غږ ته وویل چې دوی هره ویزه په ۲۹۰۰ ډالر اخیستې وه.

د اعتراض کوونکو استازي روح الله خروټي امریکا غږ ته وویل چې پولیسو او د بهرنیو چارو ریاست سره یې هم اړیکې نیولي خو هغوی هم د دوی پر ستونزې ځان ناګاره کړی دی. اعتراض کوونکو ګواښ وکړ که یې ستونزه حل نشي، مظاهرې به لا زیاتې کړي ‌او د ترکیې د ویزو ورکولو پر دغې ادارې به "یرغل" وکړي.

د بلخ د پولیسو مشر جنرال اکرام الدین سامع امریکا غږ ته وویل "دا مسئله مو څېړلې او له هغو خلکو سره مو چې د ترکیې ویزې ورکوي خبرې کړي دي. دغه اداره د ویزې ورکولو لپاره خپله شرطپاڼه لري‌او د ویزې اخیستونکي په مشورې کارونه کوي،‌ خو ځينې خلک چې شخصي مسایل په کې داخلوي، زموږ کار نه دی."

د "ریرید" شرکت چارواکي له رسنیو سره خبرې نکوي‌ خو وايي چمتو دي چې عدلي‌ او قضايي ارګانونو ته ځواب ووايي. په دې ورستیو کې افغانانو ترکیې ته ډېر تګ راتګ پیل کړی دی او له همدې کبله د ترکیې د ویزې قیمت له ۷۰ ډالرو څخه ۳۰۰۰ ته پورته شوی دی. ډېر خلک د ترکیې له لارې په قاچاقي‌ او ناقانونه ډول اروپايي‌ هېوادونو ته ځانونه رسوي.

XS
SM
MD
LG