د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې امریکایي کشیش خوشې کړ


د ترکیې یوې محکمې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې امریکایي کشیش اندرو برانسن، خوشې شوی او کولای شي چې له ترکیې ووځي.

یوې ترکي محکمې دغه امریکایي کشیش د "ترهگریزو" فعالیتونو په تور په دوه کاله بند محکوم کړی و. ددې محکمې مقاماتو وویل چې ښاغلی برانسن دمخه دوه کاله په زندان کې تیر کړي او اوس کولای شي چې خپل هیواد ته ستون شي.
د ښاغلي برانسن، له خوشې کیدو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، په خپل ټویټر ولیکل چې دغه امریکایي کشیش به ژر تر ژره خپل هیواد

ته راستون شي.

جمهور رئیس ټرمپ په دغه پیغام کې ویلي چې "کشیش اندرو برانسن همدا اوس ازاد شو. ژر به په کور کې اوسي."

په ترکیه کې د کشیش اندرو برانسن توقیفیدل د امریکا او ترکیې ترمنځ د دیپلوماتیک کړکیچ سبب شول.

امریکایي مقاماتو ددغه کشیش د بندي کیدو په خاطر پر ترکیې اقتصادي بندیزونه ولگول او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و چې که ترکي مقامات ښاغلی برانسن خوشې نه کړي نور بندیزونه به پرې ولگوي.

امریکایي کشیش د بند نه د ازادیدو وروسته کور ته ستون شو
امریکایي کشیش د بند نه د ازادیدو وروسته کور ته ستون شو

ښاغلی برانسن په "ترهگریزو" فعالیتونو کې د لاس لرلو تور یوه موده په خپل کور کې بندي وو. خو سپینه ماڼۍ دپدې کشیش باندې لگیدلي تورونه رد کړل او هغه یې "بې بنسټه" تورونه وگڼل او انقره یې د هغه په یرغمل کولو تورنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG