د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکمنستان کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي


په ترکمنستان کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي
په ترکمنستان کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي

په ترکمنستان کې خلګ د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د رای اچوونې لپاره د رایوو مرکزونو ته ځي. توقع کیږي چې ولسمشر قربان گل بیردي محمدوف به یي وگټي. دغه ٥۴ کلن شخص ،د هیواد ولسمشر دی ، صدراعظم دی ،د وسلوالو قواوو قوماندان دی او د افغانستان او ایران سره د هم سرحده پخواني شوروي اتحاد په دغه جمهوریت کې د یواځني سیاسي ګوند ریس دی.

تحلیل کوونکي وایي ، ډیراحتمال لري چې ښاغلی محمدوف دغه ټولټاکنې وگټی ځکه چې د هغه د خپل سیاسي گوند رقیبان د هغه د خپل حکومت دوستان او ملگري دي.

د نړۍ د گازو د زیرمو څلورفیصده د مرکزي اسیا په دغه ملک کې دي او همدغه شان د کسپین په بحیرې کی د تیلو زیرمې لري.

ولسمشر محمدوف غواړي چې په مختلفو هیوادونو باندې د گازو د خرڅلاو له لارې بهرني حکومتونه جلب کړي چې په ترکمنستان کې پانگه اچونه وکړي.

XS
SM
MD
LG