د لاس رسي وړ اتصالات

ترکمنستان په ١.٥ میلیارد ډالرو نوی ښار جوړوي


د آوازه په نوم د ترکمنستان یو تفریح ځای
د آوازه په نوم د ترکمنستان یو تفریح ځای

ترکمنستان د یو نوي ښار د جوړولو لپاره ١.٥ میلیارد ډالر بیل کړي دي، خو په بدل کې یو لړ اجتماعي پروژې درلولي دي.

ترکمنستان ددغه ښار د جوړولو تصمیم پداسې حال کې نیولې چې یو لړ ټولنیز لگښتونه یې قطع کړي او په نړیوال مارکیټ کې د انرژۍ د بیې د کموالي له کبله ددغه هیواد اقتصاد هم کمزوری شوی.

د ترکمنستان جمهور قرباگلي بردي محمدوف په دې اړه په یو خپور شوي فرمان کې ویلي چې څه باندې یو میلیارد ډالر به د نوي ښار د جوړولو لپاره په یو شمیر بهرنیو وسایلو او موادو ولگیږي.

دغه نوی ښار تر اوسه ورته کوم نوی ندی غوره شوی خو د ترکمنستان د اهال ایلت مرکز به شي د هغه یواځنی زوی سردار محمدوف یې والي دی.

دا اقدام پداسې وخت کیږي چې د ترکمنستان جمهور رئیس هغه دولتي سبسدۍ بندې کړې چې خلکو ته به وړیا تیل، اوبه او بریښنا ورکول کیده.

جمهور رئیس بردي محمدوف د ٢٠٠٦ کال راهیسې د خپلې خاصې کړۍ سره پر دی هیواد کې واکمن دی او هغه د ترکمنستان د ژغورونکي لقب ورکړل شوی.

د هغه تر واکمنۍ لاندې دولتي رسنۍ ترکمنستان د یو هوسا او سوکاله دولت په توگه تبلیغوي، خو پدې وروستیو کلونو کې ددې هیواد ولس د کم عاید او د خوراکي توکیو له کمبود سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG