د لاس رسي وړ اتصالات

ترکان په دوامداره ویره کې ژوند کوي


د ترکیې دخلکو د جمهوریت گوند, د حکومت ستر مخالف گوند دی. ددې گوند غړې میرمنې د حکومت د یولړ اقدامات خلاف مظاهره کوي. دمارچ یودیرشمه، ٢٠١٨ کال
د ترکیې دخلکو د جمهوریت گوند, د حکومت ستر مخالف گوند دی. ددې گوند غړې میرمنې د حکومت د یولړ اقدامات خلاف مظاهره کوي. دمارچ یودیرشمه، ٢٠١٨ کال

د عفوې نړۍ واله ټولنه وايي د ترکېې حکومت په ټولنه کې د گڼو خلکو پرخلاف اقدامات زیات کړي دي، او خلک د بیړنیو حالاتو په دوره کې ژوند کوي.

د عفوې نړۍ والې ټولنې نوی رپوټ وايي د ترکېې فعاله او ژوندۍ ټولنه اوس چوپ کړی شوېده. او د بیړنیو حالاتو له قوانینو نه د خلکو د آزادیو په ځپلو کې کار اخیستل کېږي.

مثلا ټولنه کول ممنوع دي، تر سل زرونه زیاتو کسانو په اړه جنايی تحقیقات کېږي، ٥٠ زره داسی بندیان دي چی محکمه کول ېې ځنډېدلی دي. تر ١٠٧ زرونه زیات ملکي ماموران له وظایفونه برطرف شوي دي.

د ترکېې د جمهوریت اخبار رئیس چی له زندان نه نوی راخوشې شو نو څو ساعته وروسته ېې د آزادو مطبوعاتو لپاره په یوه مظاهره کې گډون وکړ.

اکین اتلې او دولس نور خبریالان په څو څو کاله بند په دې تور محکوم شول چې له یوې ترهگری ډلې سره ېې مرسته کړی وه.

د جمهوریت اخباررئیس اکین اتلې په مظاهره کې وویل: زه اوس آزاد یم، خولانجه لا خلاصه نده. دامظاهره او د عدالت ساتونکي اوس یو بل غړی هم لري. نوربه هم راشی او دابه ستره اجتماع وي.

دترکیی آزادی مطبوعات د بشري حقونو لپاره مبارزې په اول خط کې دي.

مېلینه بویوم د نړۍ والې عفوې د ټولنې غړې وايي

د کودیتا دوخت راهیسی په ترکیه کې له یوسلوشلونه کم ژورنالیستان په زندان کې نه وي. هغوی د ترهگرۍ ضد قوانینو له مخې چوپ کېږي او زنداني کېږي.

په ترکیه کې له دغو قوانینو نه په بیړنیوحالاتو کې گټه اخیستل کېږي، دا قوانین په ٢٠١٦ کال کې د کودیتا راهیسی اوه ځلې تجدید شويدي. میلینه بویوم وايی داقوانیین حکومت ته بشپړ واک ورکوی چې د هرچا آزادي محدوده کړي.

دنړۍ والی عفوې یوشمیرماموران هم زنداني شویدي. تر اتو سوونه زیات کسان په دې توقیف شوي چی د سورېې په افرین کې ېې د ترکېې پر تازه نظامی عملیاتو باندې اعتراض کړی و. یوفعال علی اورال وايي له ده نه د ترهگرۍ لپاره د تبلیغ په جرم جنايی تحقیقات کیږي.

د نړۍ والې عفوې د ټولنې غړې مېلینه بویوم وايي: د بشري حقونو مدافعین زموږ مرستې او پیوستون ته ضرورت لري؛ پکارده هغه ملکونه چې په سوریه کې نفوذ لري په دې اړه ورسره خبرې وکړي.

دعفوې د نړۍ والې ټولنی درپوټ نه وروسته ملگروملتونو، او اروپايي ټولنې هم په کلکوالفاظو د ترکیې د بشري حقونو پر سلوک انتقادوکړ.

خود ترکېې حکومت وايي چې دا اقدامات ددې لپاره ضرور دي چې هغه ترهگرې ډلې په نښه شي چې د ترکېې ددولت خلاف کار کوي. ترکیه ددې پړه پر فتح ا لله گولین وراچوي. رپوټونه وايي چې فتح الله گولین په ٢٠١٦ کې د کودیتا هڅه کړې وه. خوهغه چې اوس په امریکا کې اوسېږي دغه تور ردوي.

XS
SM
MD
LG