د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې هغه خبریالان محاکمه کړل چې راز یې افشا کړی و


محاکمه شوي ترکي خبریالان
محاکمه شوي ترکي خبریالان

د ترکیې یوې محکمې د جمعې په ورځ دوو خبریالانو ته هغه وخت د پنځو کلونو بند سزا واوروله چې په یو خبریال د محکمې نه د باندې ډزې وشوې خو هغه بچ شو.

کین ډنډار، چې د جمهوریت په نوم ورځپاڼي مسؤل مدیر هم دی، وویل "دا سزا یوازې د دې لپاره نه ده راکړل شوې چې زمونږ غږ غلی شي، مونږ وځپل شو او زمونږ ورځپاڼه وځپل شي، دا د ترکیې مطبوعاتو ته یو خبرداری دی، چې وویرول شي."

په ډنډار او د انقرې د ورځپاڼې په مسئول مدیر، ارډک گل، باندي نور تورونه، چې په کې د حکومت ړنکولو هڅه هم شامله وه، ونه لګول شول.

په دغو دواړو کسانو د هغو رپوټونو په وجهه سزا ختلې ده چې سوریې ته د ترکیې د له خوا د وسلو د استولو په اړه خپاره شوي وو . ډنډار او گل دواړه د استیناف غوښتنه کولی شي او تر هغه چې د استیناف غوښتنه یې منل کیږي، هغوی به ازاد وي.

دغه دوسیه چې په ترکیه کې د مطبوعاتو د ازادۍ یوه مهمه دوسېه گڼل کیږي، د نړۍ پام ځان ته اړولې دی او د مطبوعاتو د ازادۍ او د حقوقو فعالین پري سخت انتقادونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په حکومت غږ کړیدی چې په دغه هیواد کې دی د مطبوعاتو د ازادۍ ملاتړ وکړي او خپل اساسي قانون دې په پام کې ونیسي.

همدغه راز امریکا له ترکیې غوښتي، چې د ډيموکراسۍ اساسي اصولو ته دې ژمن واوسي چې په کې دقضایي چارو او د وینا ازادي هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG