د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او د سعودی ډیپلوماسي او د سوريي کورنې جنگ


د ترکیې جمهوررئیس پرون د سه شنبې په ورځ سعودي عربستان ته تللی دی چې د هغه هیواد د اردو سره د ترکیې د ملاتړ په اړه د سعودي عربستان د مشرانو سره خبري وکړي.

د ترکیې د جمهوررئیس رجب طیب اردووان او د سعودي عربستان د پاچا سلمان د ملاقات پر مهال
د ترکیې د جمهوررئیس رجب طیب اردووان او د سعودي عربستان د پاچا سلمان د ملاقات پر مهال

ویل کیږي د ترکیې د جمهوررئیس رجب طیب اردووان او د سعودي عربستان د پاچا سلمان تر منځ د خبرو د آجندا د سر موضوع به د سوریې کورنۍ جگړه وي. دغه دواړه هیوادونه د سوریې د هغو یاغیانو کلک ملاتړ کونکي دي چې د هغه هیواد د جمهوررئیس بشار اسد په مقابل کې جنگیږي.

ریاض او انقرې دواړو د اسد د سمدستي استعفی غوښتلو د پاره هم سخت دریځ غوره کړی دی. مگر دغو دریځونو ترکیه په سیمه کې گوښه کړې ده. او دتېري میاشتي را پدې خوا یې چې د ترکیې جیټ الوتکو د روسیې بم غورځونکې الوتکه را وغورځوله، د ماسکو سره یې تاوتریخوالی او جنجالونه هم زیات شوي دي. د امنیتي چارو یو کارپوه (میتیهان دیمیر) وایي چې سعودي عربستان ته د اردووان سفر د دغه گوښه توب مهم عامل دی. هغه وایي« په دې وروستیو وختونو کې د لویدیځ، روسیې او امریکا سره د ترکیې اړیکي دومره ښې نه وې، ځکه نو ترکیه د متحدانو په لټه کې ده، چې په منځني ختیځ او عربي سیمو کې یې پیدا کړي. سعودي عربستان ته دا سفر هم د دې هدف لپاره کیږي. مگر البته ځیني مهم شیان شته چې ترکیه او سعودي عربستان موافقه نه پر لري.»

توقع کیږي د ترکیې جمهوررئیس د سعودي مرستي ته هم سترگی په لار دی چې د روسیې په انرژي باندي خپله اتکا کمه کړي. او له بلي خوا اردووان د تروریزم په مقابل کې په جگړه کې د اسلامي هیوادونو د ائتلاف چې د سعودي عربستان په ابتکار جوړشوی دی، ملاتړ هم کوي. ترکیه چې د ناتو یو غړی هیواد دی، په سیمه کې ډیر لوی او ډیر ښه مجهز پوځ لري.

مگر کارپوه ( سینان اولجین ) په بروکسیل کې د (کارنیگي) په مؤسسه کې خبر داری وکړی او ویلي یې دي چې دا ائتلاف یوازي د سني هیوادونو له خوا جوړ شوی دی او داسي فکر کیږي چې هغه ایران ته متوجه دی. هغه داسي وویل:« د فرقه یي بېلوالي خطر چې د ریاض او تهران له خوا را پیدا شوی ، په یقینی توگه زیات شوی دی. او دا ښکاره ده چې ترکیې ته هم له دې کبله گواښونه موجود دي چې سعودي عربستان غواړي هغه خپل ځان ته ور کش کړي.»

خو اردووان په تهران باندي انتقادونه زیات کړي او هغه یې په دې غندلی دی چې د ترکیې په خلاف یې د ماسکو سره اتحاد تشکیل کړی دی، او څارونکي وایي چې ترکیې به شاید مخکې لا دا معلومه کړې وي چې کومه خوا په سیمه کې زیات فرقه یي بیلتون غواړي.

XS
SM
MD
LG