د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې شل روغتیايي مرکزونه تړل شوي - ولایتي چارواکي


(ارشیف) په افغانستان کې په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونه اکثره د روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې کیږي.
(ارشیف) په افغانستان کې په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونه اکثره د روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې کیږي.

د تخار په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې په روانه اونۍ کې په دغه ولایت کې د امنیتي ګواښونو له امله تر شلو پورې روغتیايي مرکزونه او روغتونونه تړل شوي دي.

د تخار والي ویاند جواد هجري امریکا غږ ته وویل، چې په ټړل شوو روغتیايي مرکزونو کې دوه روغتونونه هم شامل دي.

هغه وویل دا مرکزونه د درقد،خواجه بهاوالدین، خواجه غار، دشت قلعه، ینګي قلعه، روستاق او چاه آب په ولسولیو کې موقعیت لري.

ښاغلي هجري وویل "په دغو سیمو کې وسله وال مخالفین د روغتیايي مرکزونو څخه د پیسو غوښتنه کوي او هغوی غواړي، چې باج واخلي ... هغوی د موټر غوښتنه کړې او ویلی دي، چې باید امبولانس ورته ورکړل شي".

همداشان د تخار د والي د ویاند د وینا له مخې وسله والو مخالفانو د روغتیايي مرکزونو د مسولینو څخه غوښتي د وسله والو مخالفانو کسان دې په روغتیايي مرکزونو کې پر دندو وګماري.

تر اوسه وسله والو مخالفانو د روغتیايي مرکزونو د بندیدلو په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" هم یو تازه راپور کې د تخار د ولایت په شپږو ولسوالیو کې د شپږ روغتیایي مرکزونو بندیدل تائید کړي او ویلي دي، چې د دغو مرکزونو د بندیدلو له امله ۳۷۳ زره خلک په دغو ولسوالیو کې له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي.

"اوچا" د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د روانې اونۍ په خپل راپور کې ویلي، چې د تخار ولایت د درقد،خواجه بهاوالدین، خواجه غار، بهارک، روستاق او چاه آب په ولسولیو کې دا مرکزونه تړل شوي، چې د خلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي.

خو د ملګروملتونو دغې ادارې د روغتیايي مرکزونو د بندیدلو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د بلې خوا " اوچا" د لغمان په ولایت کې د لسو تړلو روغتیایي مرکزونو د بیا پرانیستلو خبر ورکړی دی.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې دا مرکزونه د الینګار په ولسوالۍ کې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې په ۱۲ مه تړل شوي وو،چې د کب په اومه بیرته پرانیستل شوي دي.

د دغو مرکزونو د تړلو له امله شاوخوا څلویښت زره کسان د روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شوي وو.

د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په اوږدو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا په یو شمیر ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د تړلو سربیره په یو شمیر ولایتونو کې ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو هم د معاشونو د کمیدو په اعتراض کې د څو اونیو لپاره کاري اتصاب کړې وو، چې له امله د څو ورځو لپاره په دغو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه تړلي پاتې شوي وو.

XS
SM
MD
LG