د لاس رسي وړ اتصالات

ټویټر هوډ کوی چې د کرکې نه د ډکو پيغامونه مخه ونیسي


Twitter log owith silhouettes
Twitter log owith silhouettes

ټویټر د یو شمیر هغو کسانو او ډلو ټویټر پاڼې یا حسابونه بند کړي چې په دې مشهور دي چې د سپین پوستو نژادي برتري غواړي.

ټویټر هوډ کړی چې د کرکې یا نفرت نه د ډکو پيغامونو مخه ونیسي.

په هغه خلګو کې چې د ټویټر اکاونټونه یې بند شوي دي ریچارډ سپینسر هم شامل دی چې په غیر رسمي توګه د «سختدریځو ښي اړخو» سپین پوستو د تحریک مشر دی.

سپینسر یوه مجله هم چاپوي. هغه د ملي پالیسۍ انستیتوت مشر هم دی چې د سپین پوستو په طرفدارۍ څیړنې او فعالیت کوي.

سپینسر د ټویټر دغه اقدام غندلی دی او ویلي یې دي چې دا اقدام د «لویو شرکتونو سټالینزم» دی.

ټویټر وايي چې د پالیسۍ په حساب یې د هغو خلګو او موسسو ټویټر پاڼې یا اکاونټونه بندیږي چې «د تشدد نه ډک ګواښونه کوي، آزار او اذیت کوي، او یا نفرت خپروي.‎»

په دغه کې هغه ویناوي او پيغامونه هم شامل دي چې د نژاد، جنس او معلولیت په اساس نفرت خپروي.

ټویټر دغه اونۍ د فلټر کولو یو داسې سافټویر په کار واچوه چې هغه پیغامونه فلټر یا بیلوي چې د نژادي تبعیض څرګندونې پکښې شوي وي او یا هم بد کلمات او لحن پکښې استعمال شوی وي.

XS
SM
MD
LG