د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې د دوهمې نړیوالې جگړې د بمونو خنثی کول


د عاجلو مرستو د خدمتونو ادارې په کوبلینز کې بم د خنثی کولو دمخه د یو روغتون ناروغان امن ځای ته انتقال کړل
د عاجلو مرستو د خدمتونو ادارې په کوبلینز کې بم د خنثی کولو دمخه د یو روغتون ناروغان امن ځای ته انتقال کړل

د دوهمې نړیوالې جگړې له پای نه ٧٢ کاله وروسته لاهم په جرمني کې هغه بمونه موندل کیږي چې د متحدینو هوایي ځواکونو د نازي رژیم پر وړاندې استعمال کړي.

د جرمني په دوو ښارونو کوبلینز او فرانکفورت کې د هغې سیمو له خلکو غوښتل شوي چې له کورونو ووځي چیرته چې مقامات غواړي د نویو ودانیو په ترڅ کې موندل شوي بمونه خنثی کاندي.

د جرمني په کوبلنیز ښار کې شاوخوا ٢١٠٠٠ خلکو ته ویل شوي چې له کورونو او دفترونو نه ووځي تر څو نن د شنبې په ورځ متخصصین د هغه ٥٠٠ کیلو گرامه بم د خنثی کولو هڅه وکړي چې په دوهمه نړیواله جگړه کې امریکایي هوایي ځواکونو پر نازي پوځیانو اچولی و.

د هغو کسانو په ډله کې چې امن ځای ته انتقالیږي، زندانیان او د یو روغتون ناروغان شامل دي.

دا په داسې حال کې دي چې د جرمني په مالي مرکز فرانکفورت کې هم په ورته دلیل خلکو ته له کورونو نه د وتلو امر شوی چې دا د دوهمې نړیوالې جگړې د پای ته رسیدو نه ٧٢ کاله وروسته په دې هیواد کې د خلکو تر ټوله لویه تخلیه ده.

په فرانکفورت کې ٦٠ زرو کسانو ته ویل شوي چې د موندل شوي بم د یو عشاریه پنځه کیلومتره ساحې نه لرې شي.

د خلکو په تخلیه کولو کې د دوو روغتونونو مریضان، د پولیسو یو ماموریت، ترانسپورتي سیستم او د جرمني د مرکزي بانک ٧٠ میلیاردو په ارزښت د سرو زرو زیرمې شامل دي.

دا بم چې یو عشاریه اته ټنه وزن لري او ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ خنثی کړای شي په دوهمه نړیواله جگړه (١٩٣٩ – ١٩۴٥) کې د بریتانیا شاهي هوایي ځواکونو په دې ښار اچولی و.

د دوهمې نړېوالې جگړې په کلونو کې امریکایي او برتانوي الوتکو پر جرمني باندې یو عشاریه پنځه میلیونه ټنه بمونه اچولي وو چې په کې ددې هیواد ٦٠٠٠٠٠ زره وگړي تلف شول. جرمني وایي ددې بمونو ١٥ فیصده نه دي چاودیدلي او یو شمیر یې شپږ متره ژور په ځمکه کې ډوب شوي دي.

د جرمني په مختلفو ښارونو په ځانگړې توگه په برلین کې دا ډول پیښې ډیرې شوي، ځکه برلین چې د نازي رژیم پایتخت و د دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې ددې هیواد تر نورو ښارونو زیات ځپل شوی و.

د افغانستان په گډون د نړۍ زیات شمیر هغه هیوادونه چې په نړیوالو او کورنیو جگړو کې ښکیل شوي د نه چاودیدلو بمونو، ماینونو او نورو مهماتو له خطر سره مخامخ دي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په اویایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او د نوییمې لسیزې راهیسې د کورنۍ په ترڅ کې سیالو ډلو په کې زیات شمیر ماینونه ښخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG