د لاس رسي وړ اتصالات

دوې مسلمانې ښځې د امریکا کانګرس ته انتخاب شوي


رشیده او الهان لومړنۍ مسلمانې ښځې شوې چې د امریکا د استازو د خونې انتخابات ګټي

د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل دوې مسلمانې د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې انتخابات وګټل.

په خټه فلسطینۍ رشیده طلیب مېشګن ایالت او سومالیایۍ-امریکايۍ الهان عمر د مېنې سوټا په ایالت کې انتخابات ګټلي دي. دوې دواړې د ډیموکرات ګوندې غړې دې.

۴۲ کلنه رشیده د امریکا د ډیترویټ په ښار کې پيدا شوې، همدلته لویه شوې او زده کړې یې کړې دې. دا لومړنۍ مسلمانه-امریکايۍ شوه چې د استازو د جرګې څوګۍ ګټې.

رشیده په ۲۰۰۸ کې د لومړنۍ مسلمانې په توګه د مېشګن د ایالتې کنګرې( مقننه ځواک) انتخابات هم ګټلي وو. دا د ولسمشر ټرمپ د تګلارې کلکه مخالفه ده او دوه کاله مخکې په دیټرویټ کې د ولسمشر ټرمپ د خبرو د ګډوډولو په تور ونیول شوه.

رشيده په خپلو انتخاباتو شعارونه کې ژمنه کړې وه که بریالۍ شوه هڅه به وکړي چې د کارګرو حق الزحمه په ساعت کې ۱۵ ډالرو ته لوړ کړي. سي ان ان وايي هغه لویو سوداګریزو شرکتونو ته د مالي معاف کولو خلاف ده او ژمنه یې کړې ده چې په دې برخه کې به مبارزه کوي.

له کمو عاید لروونکو کورنیو سره د حکومت له لورې د خیریه مرستو او صحي بیمې د ورکولو پلوۍ ده او همدا یې انتخاباتي شعارونه هم وو.

الهان عمر هم لومړنۍ مسلمانه-امریکايۍ ده چې د استازو په خونې کې د مېنې سوټا ایالت استازې ټاکل کیږي.

الهان شاوخوا ۱۴ کاله مخکې په سومالیا کې د کورنیو جګړو له کبله له خپلې کورنۍ سره یو ځای امریکا ته کډواله شوه.

د الجزېرې د راپور له مخې الهان عمر له فلسطینانو سره د اسرائیلو د تګلارې او چلند کلکه مخالفه ده او په وار وار یې پرې انتقادونه کړې دي.

دې په خپلې ټویټر کې رشیده طلیب او خپلو مینوالو ته د بري مبارکي ورکړې ده.

د الهان او رشیده انتخاباتي شعارونه تقریبآ یو ډول دي. الهان عمر له فلسطینانو سره د اسرائیلو د تګلارې کلکه مخالفه ده او په وار وار یې پرې انتقادونه کړې دي.

رشیده طلیب په مقدماتي انتخاباتو کې د الهان لپاره کمپاین کاوه. الهان عمر د وړیا پوهنتون پلوۍ ده. هغه وايي سیاسي ژوند د دیموکراتانو په سیمه ییزو غونډو کې له ګډون کولو پیل کړ.

XS
SM
MD
LG