د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې دوهم بنگله دیشی د خدمې سره د بدسلوک په تور زنداني شوی


د نیویارک په ښار کې پولیسو د بنگله دیش یو کس چې په ملگرو ملتونو کې اقتصاد پوه دی ، د خپلې کور د نوکرې سره د ناوړه سلوک په تور نیولی دی.

حمید الرشید چې پرون د سې شنبې په ورځ ونیول شو، دوهم بنگله دیشي دی چې په روانه اونۍ کې نیول کیږي.

په حمید الرشید دا تور لگول شویدی چې هغه د بنگله دیش نه یوه ښځه د کور د کار لپاره راغوښتي وه او هغې ته یې د هفتې ۴٢٠ ډالره معاش مقرر کړی و. د هغې امریکا د راتگ لپاره یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د ویزې لپاره خواست کړی و.

د منهاټن څارنوال وایي چې حمید الرشید د خپل قدرت نه ظالمانه استفاده کړیده او د دغې ښځې سره یې ډیر بد سلوک کاوه. هغه زیاته کړه چې رشید دغې ښځې ته ډېرې کمې پیسې ورکولی.

رشید د ویزې اخیستلو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته دروغ ویلې و او په بانک کې یې یو اکاونټ د دی لپاره جوړ کړی و چې وښیي دغې ښځې ته د هفتې ۴٢٠ ډالرې ورکوي.

که چیرته په رشید دغه تورونه ثابت شي نو هغه د ١٥ کلونو په بند محکومیدی شي.

د یادونې وړ ده چې د جون په ١٢ نیټه په نیویارک کې د بنگله دیش په قونسلگرۍ کې جنرال قونسل شاهدلاسلام هم په دی تور ونیول شو چې د بنگله دیش نه یې یوه ښځه د کور د کار لپاره راوستلي وه، په هغې به یې د ورځې ١٨ ساعته کاو کاوه او هغې ته به یې پیسې نه ورکولی.

XS
SM
MD
LG