د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان اویو پاکستانی شرکت کابل بانک اخلي


کابل بانک د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې هغه وخت له ستونزو سره مخ شو چې ددغه بان شریکباڼو د بانک څخه په میلیونونو ډالره وایستل.
کابل بانک د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې هغه وخت له ستونزو سره مخ شو چې ددغه بان شریکباڼو د بانک څخه په میلیونونو ډالره وایستل.

د افغانستان د مالیې د وزارت څلور میاشتې وړاندې نوی کابل بانک یو ځل بیا د داوطلبۍ لپاره وړاندې کړ، چې په لړ کې نن د دغه وزارت چارواکو اعلان وکړ چې دوه شرکتونو ددغه بانک د اخیستلو لپاره د مالیې وزارت ته خپل وړاندیزونه سپارلي دي.

د افغانستان د مالیې د وزارت د خزاینو رئیس محمد اقا کوهستاني د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د جوینټ سټاک کمپنئ یا جی، ایس، سي په نوم یو افغان شرکت او د پاکستان مسلم کمرشل بانک په هغو شرکتونو کې شامل دي، چې د نوي کابل بانک د اخیستلو لپاره یې وړاندیزونه ددغه وزارت له خوا د ایښودل شوو شرایطو سره برابر دي.

د افغانستان د مالیې د وزارت د خزاینو رئیس وویل چې یو شمیر نورو شرکتونو هم د نوي کابل بانک د اخیستلو سره لیوالتیا ښودلې وه، خو د ښاغلي کوهستاني په وینا کوم شرطونه چې دغې داوطلبۍ لپاره د مالیې وزارت له خوا ایښودل شوي وو، د دوو شرکتونو پرته نورو نه وو، پوره کړي.

ښاغلي کوهستاني وویل "زمونږ د شرایطو له مخې چې مونږ ویلي وو چې هغه کسان د بانک لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي، چې هغوی مونږ ته د بانک یو بیان چې په کې شل میلیونه ډالره موجود ولري، وړاندې کړي او همداشان د خپل شرکت جواز وړاندې کړي".

د افغانستان د مالیې د وزارت د خزاینو رئیس وویل چې جوینټ سټاک شرکت چې مشري یې د میرویس افغان په غاړه ده، د شل میلیونو ډالرو پر ځای د افغانستان ماليې وزارت ته ۱۶۸.۴ میلیونه ډالر بیان وړاندې کړی دی.

همدا شان هغه وویل ، چې دغه افغان شرکت ژمنه کړې که چیرته دا بانک واخلي نو د بانک د وضعیت د ښه والي لپاره به یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي.
ښاغلي کوهستاني وویل، دویم شرکت چې د دغه وزارت په غوښتونو پوره ختلی هغه د پاکستان مسلم کمرشل بانک دی.

هغه زیاته کړه، اوس به دغو دواړو شرکتونو ته د مالیې وزارت دا امکان برابر کړي، چې د څلورو میاشتو په موده کې د کابل بانک کاري بهیر له نږدې وڅاري او په پایله کې دغه وزارت ته دوه وړاندیزونه وسپاري.

ښاغلي کوهستاني وویل "دوهم پړاو د آفر یا وړاندیز پړاو دی، چې دا شرکتونه موږ ته وړاندیز وکړي، د مثال په توګه هغه څوک چې د بانک د عامل رئیس په توګه ګمارل کیږي، څومره کاري وړتیا لري، چیرته یې کار کړی او همدارنګه د پلټنې پلاوی، د څارنې پلاوی دا ټول هغه تخنیکي مسایل دي چې دا شرکتونه څلور میاشتې وخت لري چې هغوی راشي او هغه معلومات چې موږ د دوی په واک کې ورکوو، هغوی خپل وړاندیزونه ورکړي، موږ د بانک لپاره دوی ته هیڅ ډول قیمت نه دی وړاندې کړی."

د ښاغلي کوهستاني پر وینا، د دغو وړاندیزونو پر بنسټ به د ماليې وزارت د دغو شرکتونو ارزونه وکړي او هر یو یې چې په تخنیکي برخه کې د بل شرکت څخه ښه او غوره وړاندیز وړاندې کړه، دغه وزارت به د هغې په پلوۍ پریکړه وکړي.

د افغانستان د مالیې د وزارت د خزاینو رئیس په اوس وخت کې د کابل بانک شتمنۍ ۳۰۰ میلیون ډالرو پوړې اټکل کړه او ويې ویل چې د بانک د خرڅلاو پریکړه به د افغانستان کابینه کوي.

د مالیې د وزارت دغه چارواکي د کابل بانک د ضرر په هکله وویل چې تیرکال د کابل بانک ضرر د اوړم کابل په نسبت ډیر راکم شوی وو.

هغه وویل په ۲۰۱۴ کال کې ددغه بانک ضرر اوه میلیونو ډالرو ته رسیده چې تیرکال دا اندازه د پنځه او شپږو سوه زرو امریکایي ډالرو ته راکښته شوې وه.

XS
SM
MD
LG