د لاس رسي وړ اتصالات

دوبۍ کې دوو رستورانونو کې چاودنې شوي؛ درې تنه وژل شوي 


تصویر: ارشیف

د متحدو عربو اماراتو پولیس او مطبوعات وايي چې په مرکز ابو ظبي کې په دوو رستورانونو کې چاودنې شوې دي.

په دغو پېښو کې درې تنه وژل شوي‌ او یو شمېر نور ژوبل دي.

د «نشنل» ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د ابوظبي د حکومت مطبوعاتي‌ دفتر وايي‌ په پلازمینه دوبۍ کې د «کی اف سي» او «هارډییز» د رستورانونو په چاودنو کې دوه تنه وژل شوي دي.

یوه چاودنه د «رشید بن سعید» په سړک کې شوې ده. دا سړک د هوايي ډګر مهمه لار بلل کیږي، په کوم هوایي ډګر کې چې نن دوشنبه اګست۳۱ (وږي۱۰) د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ او د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو لوړ پوړي‌ همکاران ښکته شول. دا د اسرائیل او متحدو عربو اماراتو ترمنځ‌ یو تاریخي سفر بلل کیږي.

پولیس وايي په دغې چاودنې کې یو شمېر نور خلک ژوبل شوي‌ هم دي او د پېښې ځای ته په نژدیو ودانیو کې خلک خوندي سیمو ته ویستل شوي دي. امنیتي مسولین وايي چې چاودنه د ګازو د یو کانتینر د ډکولو پر مهال د پایپ د خلاصېدو له کبله شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کیږي چې شاوخوا سیمو ته زیانونه اوښتي او د سپینو لوګیو یوه لیکه بره خیژي.

سیمه ایز مطبوعات وايي‌ چې په دوبۍ کې د کاز ډبې د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی دی. مسولین وايي چې دا پېښه یې ډیر ژر کنترول کړې ده.

XS
SM
MD
LG