د پروان ولایتي چارواکي وايي، چې نن د چهارشنبې د ورځې شاوخوا یوه نیمه بجه د بګرام د هوایي ډګر پر څلور افغانو ښځینه کارکونکو ناپیژاندو وسله والو برید کړی، چې له امله یې دوه تنه وژلې شوي او دوه نورې ټپیانې دي.
د پروان د والي د دفتر ویانده میرمن وحیده شهکار امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې دغو ښځو د بګرام د هوایي ډګر کې کار کوه، چې نن ماسپښین پرې دوه تنو موټرسایکل سپرو چې مخونه یې پر نقابونو پوښلي وو، ډزې وکړې.
د پروان د والي ویاندې وویل، په دې برید کې د بګرام د هوایي ډګر دوه نورې افغان کارکونکې ټپیانې شوي دي.
میرمن شهکار وویل "پر دغو ښځو هغه مهال برید وشو چې هغوی د بګرام هوایي ډګر سره نیږدې په یو بازار کې سودا اخیستله".
د پروان د پولیسو قوماندان جنرال محمد زمان مموزي امریکا غږ اشنا راډیو ته دا پیښه تائید کړه او ویې ویل چې د دې برید په تړاو یې دوه شکمن کسان نیولي دي.
جنرال مموزي وویل "دوه تنه چې په دې پیښه کې لاس درلود او د ښځو له خوا پیژندل شوي وو، مونږ نیولي دي".
جنرال مموزي وویل، چې د دې پیښې پلټنې پیل شوي، چې له امله به یې د دغه برید اصلي علت هم څرګند شي.
د روان هجري شمسي کال د جوزا د میاشتې پر دیرشمه ورځ هم د بګرام د هوایي ډګر د افغان ساتونکو په یوه ډله دغه هوایي ډګر سره نیږدې وسله والو برید کړی وو، چې له امله یې د دغه هوایي ډګر شپږ افغان ساتونکي وژل شوي وو.
تراوسه د ننني برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
خو د جوزا د میاشتې د برید مسولیت طالبانو منلی وو.