د لاس رسي وړ اتصالات

دوه هندي چارواکي په پاکستان کې ورک شوي


د دغو دوو هندي ورک شویو چارواکو په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي

هندي مقامات‌ وایي په پاکستان کې د هند د عالي کمېشن دوه چارواکي تري تم شوي دي.

د هند حکومت وايي دا دوه چارواکي د دوشنبې په سهار جون ۱۴ (غبرګولي ۲۵) په اسلام آباد کې له دفتر څخه په رسمي کار پسې وتلي او بېرته ندي راستانه شوي.

د هند حکومت د دغو دوو ورک شویو کسانو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره تماس نیولی دی.

په پاکستان کې د هند د عالي کمېشن دا دوه چارواکي داسې مهال ورک کیږي چې څو ورځې مخکې هند د پاکستان د عالي کمېشن دوه چارواکي د جاسوسۍ په تور له هند څخه وشړل.

هندي چارواکي وايي له دغې پېښې وروسته په اسلام اباد کې د هغوی سیاسي استازي ځورول کیږي.

عالي کمېشنونه د دواړو هېوادونو ترمنځ دپلوماتیک فعالیتونه، د ویزو او پاسپورټ خدمتونه مخ ته وړي.

د مطبوعاتو په راپورونو کې د دغو دوو هند چارواکو‌ په اړه نور معلومات ندي ورکړل شوي او نه هم د پاکستان حکومت تر دې دمه په دې اړه څه ویلي دي.

هند او پاکستان له ډېرو پخوا څخه په خپلو سره ښې سیاسي‌اړیکې نه پالي او تېرکال د دوی ترمنځ خبره تر جګړې هم ورسېده.

XS
SM
MD
LG