د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په شمال کې د پولیو لومړنۍ پيښه


په افغانستان کې سږکال د تیرکال په نسبت د پولیو پیښې لا کمې دي
په افغانستان کې سږکال د تیرکال په نسبت د پولیو پیښې لا کمې دي

د عامې ورغتیا وزارت وایي چې د افغانستان په شمال کې د فاریاب په ولایت او په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دوه تازه پیښې ثبت کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د کتلوي معافیت د څانګې رئیس سردار محمد پرویزامریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د پولیو دا تازه پیښې یوه یې د ننګرهار ولایت د مهمندرې په ولسوالۍ اوبله یې فاریاب ولایت د قیصار په ولسوالۍ کې دوی ثبت کړې دي

ډاکټر پرویز وویل " تراوسه لا ددغو پیښو جنیټیکي معلومات ترلاسه شوي نه دي، په ننګرهار کې یوه څلورمیاشتنۍ ماشومه او د فاریاب په قیصار کې د دیرشو میاشتو ماشوم پولیو وهلي دي ".

د دغو نوو پیښو دمخه تیره میاشت د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ننګرهارد ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د یوې تازه پیښې خبر ورکړی وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د څانګې چارواکي وایي چې د ننګرهار په ولایت کې د پولیو د پیښو شمیر اوو ته ورسید خو ددغه وزارت چاروکي وایي چې د افغانستان شمال کې دا په روان کال کې لومړۍ پیښه ده.

د دې نوې پیښې د ثبت وروسته سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر پنځلسو ته ورسیده.

د ننګرهار وروسته د پولیو زیاتې پیښې د فراه ولایت کې ثبت شوي دي.

په فراه کې څلور او په هرات، نیمروز، فاریاب او هلمند کې تراوسه یوه یوه د پولیو پیښه ثبته شوې ده.

تیرکال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۸ پیښې ثبتې شوې وې.

XS
SM
MD
LG