د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ۱۲-۱۵ کلنو ماشومانو ته د کرونا واکسین بهیر پیلیږي


د امریکا په اوهایو ایالت کې محصلینو ته د کروناویروس ضد واکسین تطبیق کول
د امریکا په اوهایو ایالت کې محصلینو ته د کروناویروس ضد واکسین تطبیق کول

د امریکا د متحده ایالاتو د درملو او خوراکي توکیو ادارې د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوایي ۲۰) ناوخته د ۱۲ نه تر ۱۵ کلنو ماشومانو لپاره د فایزر – بیوان تک شرکت د کروناویروس ضد ږاکسین تطبیق کول منظور کړل.

ټاکل شوې چې د دغه عمر ماشومانو ته د واکسین کولو بهیر د پنجشنبې په ورځ پیل شي.

د فایزر شرکت د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې د ۱۲ څخه تر ۱۵ کلونو عمر لرونکو ۲۲۰۰ دواطلبو ماشومانو باندې د واکسین ازموینې ښيي چې ددې شرکت د کروناویروس ضد واکسین ۱۰۰ په سلو کې ګټور دی.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، د دوشنبې په ورځ ناوخته د یو بیان په خپرولو سره د امریکا د درملو او خوراکي توکیو د ادارې دغه اقدام د ویروس پر وړاندې په مبارزه کې یو بل ښه ګام وباله.

ښاغلي بایډن وویل: "که تاسې هغه والدین یاست چې غواړي خپل اولادونه وساتي، یا تازه ځوان یاست چې غواړي واکسین شي، دغه تصمیم نن دې هدف ته د رسیدو یو نژدې بل ګام دی."

د امریکا متحده ایالاتو تېرکال د لومړي ځل لپاره د دغه واکسین استعمال په بیړنيو حالاتو کې د ۱۶ کالو پورته عمر لرونکو لپاره مجوز وباله.

د فایزر واکسین یوازینی واکسین و چې په متحده ایالاتو کې د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ عمر او له هغه څخه د پورته عمر لرونکو کسانو لپاره یې د تطبیق کولو جواز درلود.

اکثر په کرونا اخته ماشومان ډیرې لږې علامیې لري او یا هم اصلاً د ناروغۍ هیڅ علایم نلري. سره له دې چې ماشومان ددغه وبا له جدي ګواښ سره مخامخ ندي، خو کولای شي ویروس خپور کړي.

د فایزر شرکت د واکسین جوړولو لوړپوړی پوهاند ډاکتر ویلیم ګروبر، وایي ددغه عمر لرونکو لپاره د واکسین کولو جواز د امریکا د متحده ایالاتو سره مرسته کوي چې خپل معافیتي جمعیت پراخ کاندي او د عمر د یوې کتګورۍ ساتنه وکړي چې په بشپړه توګه د سختې ناروغۍ نه په امان کې ندي.

د فایزر شرکت اعلان کړی چې د روان کال تر سپتمبر پورې به د دوو څخه تر ۱۱ کلنو ماشومانو لپاره ددې واکسین د بیړني استعمال د جواز د ترلااسه کولو درخواست ورکړي.

XS
SM
MD
LG