د لاس رسي وړ اتصالات

تر څو چې ضرورت وي، په عراق کې به یو - امریکايي چارواکي


تر څو چې ضرورت وي، په عراق کې به یو- امریکايي چارواکي

د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې ځواکونه به یې "تر هغه چې ورته اړتیا وي" په عراق کې پاته شي.

د امریکایي ځواکونو یو ویاند شان رایان، د یکشنبې په ورځ (اګست۱۹) په ابوظبي کې خبریالانو ته وویل چې ددغه اقدام هدف د عراق په هغو سیمو کې د ثبات ټینگیدل دي چې دمخه د اسلامي دولت د ډلې یا داعش تر ولکې لاندې وې.

ښاغلي رایان وویل "مونږ به خپل ځواکونه تر هغه په هغه ځای {عراق} کې وساتو چې فکر وکړو هغوی {عراقي مقامات} ورته اړتیا لري."

دغه امریکایي پوځي همدا شان ویلي دي چې د داعش ډله باید د پوځي ځواک له لارې د بشپړه ماتې سره مخامخ شي او تر هغه وخته اړتیا ده چې ایتلافي ځواکونه په عراق کې پاته شي.

خو ښاغلي رایان وویل چې ښایي په عراق کې د میشتو امریکایي ځواکونو راکمه کړای شي او د امریکایي قواو راکمول د عراقي ځواکونو سره د مرستې او زده کړو لپاره د ناټو سازمان د نورو غړو په ونډې پورې اړین دي.

اوسمهال شاوخوا ۵۲۰۰ امریکایي پوځیان په عراق کې میشت دي. د ٢٠١٨ کال د فبرورۍ په میاشت کې د ناټو هیوادونو د دفاع وزیرانو ژمنه وکړه چې د عراقي ځواکونو په زده کړو او د مشورې ورکولو په چارو کې پراخ رول ولوبوي. دغه ژمنه د امریکا د متحده ایالاتو د غوښتنې وروسته وشوه.

XS
SM
MD
LG