د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سرتېری رسماً د یو ملکي افغان په وژنه تورن شو


د امریکا د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې یو امریکایي سرتېری په رسمي توګه په دې تورن شوی چې په ٢٠١٠ میلادي کال کې یې یو ملکي افغان وګړی وژلی و.

د امریکا د ان بي سي خبري شبکې رپوټ ورکړی چې دغه سرتېری متیو ګلستین نومیږي او اعتراف یې کړی چې په یو ملکي افغان یې ډزي کړي او هغه یې وژلی دی.

دغه امریکایي سرتېري ویلي چې پر دغه افغان باندې یې د طالبانو د ډلې د یو بم جوړونکي جنګیالي ګمان کړی و.

د رپوټ له مخې وژل شوی افغان رسول نومیده چې د ٢٠١٠ میلادي کال په فبرورۍ کې د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د امریکایي پوځیانو اډې ته نژدې ویشتل شوی و.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو ویاند لورن بایمر، په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې پر ښاغلي ګلستین باندې د عمدي قتل د تور لګولو لپاره پوره شواهد شته.

ددغه امریکایي سرتېري نه په ٢٠١۴ کې د لومړي ځل لپاره ددې موضوع په اړوند تحقیقات شوي وو، خو هغه وخت د پوره شواهدو د نشتون په وجه د هغه په اړه کوم حکم صادر نشو.

اوس چې ددغې پیښې نه شاوخوا اته کاله تېریږي ټاکل شوې ده چې ددغه سرتېري دوسیه وڅېړل شي.

تر اوسه د ښاغلي ګلستین د محاکمې لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG