د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مزایلو د دفاعي بودیجې د کمیدو په وړاندیز اندیښنې


د امریکا دفاع وزارت - پنټاګان

د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزارت پنټاګان د ٢٠٢٠ کال لپاره د مزایلو د دفاعي بودیجې د کمولو وړاندیز کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۰ کال په بودیجه کې د مزایلو د دفاعي سیستم لپاره ۹.۴ میلیارده ډالره غوښتي دي په داسې حال کې چې دغه مبلغ سږ کال ۹.۹ میلیارده ډالره دی.

په امریکا کې د امنیتي چارو شنونکي په دې باور دي چې وړاندیز شوې بودیجه به د ډیرو انکشافاتو مخه ونیسي.

د هوډسن انستیتوت څخه ربیکا هنریچز وايي" د امریکا حکومت باید د مزایلو دفاعي وړتیا لوړه کړي، هدف دا چې د آزمایښتونو پروګرام پراخ کړي او د امریکا په خاوره کې ډیر دفاعي سیستمونه ولګوي چې وکولای شي مزایل د توغولو په ځای او یا هم د پراختیا په مرحله کې له منځه یوسي."

څیړونکي وايي د امریکا د سیالانو لکه چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندیو د تولید زیاتوالي ته په پام ، پکار ده چې امریکا هم د مزایلو د دفاعي ټکنالوژۍ په برخه کې مساوي پانګونه وکړي.

د جمهور رئیس ټرمپ ادارې د رادار او د مزایلو د مخنیوي په شان د مزایلو دفاعي سیستم پراخ کړی چې کولای شي توغندي په نښه کړي.

امریکا اوسمهال په الاسکا کې ۴۴ دفاعي سیستمونه لګولي دي چې کولای شي اوږده واټن ویشتونکي، منځني واټن ویشتونکي او په لوړه فاصله کې مزایل خثي او په نښه کړي.

د پنټاګون د مزایلو د دفاعي څیړنو له مخې چین کابو ۱۲۵ داسې اټومي مزایل لري چې کولای شي د امریکا متحده ایالات تهدید کړي.

روسیې اوږده واټن ویشتونکي کروز توغندي جوړ کړي چې د امریکا په وینا دا د منځني واټن ویشتونکو اتومي توغندیو له قرار داد څخه سرغړونه ده.

شمالي کوریا په جدي ډول هڅه کړې چې قاره ویشتونکي بالیستیک توغندي جوړ کړي او له امریکا سره به د اټومي مسایلو په اړه د خبرو د ناکامه کیدو په صورت کې خپل آزمایښتونه بیا پیل کړي.

ایران په دې وروستیو کې اوږده واټن ویشتونکي کروز مزایل وآزمایل او د سټلایټ د توغولو ناکامه هڅه یې وکړه هغه څه چې د امریکا په وینا د ملګرو ملتونو د بالیستیک توغندیو د ټکنالوژئ د کارولو د منع څخه سرغړونه ده.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وايي دوی په وروستیو کلونو کې د دفاعي قابلیتونو د لوړولو لپاره هڅه کړې او اوس غواړي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې هم خپله دفاعي وړتیا لوړه کړي.

د دفاعي چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا خاورې ته د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو سره د مقابلې لپاره ډیرې بودیجې ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG