د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د نیویارک ټایمز د مقالې لیکوال باید څرگند شي


د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ددې هیواد د عدلیې له وزارت څخه غوښتي دې چې د نیویارک ټایمز د انتقادي مقالې د ناڅرګند لیکوال په اړه چې د جمهوري ریاست لپاره یې دده رهبري او صحت تر پوښتنې لاندې راوستی، څیړنې وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ لوی څارنوال جیف سشن ته ویلي چې دا یوه ملي امنیتي موضوع ده او باید په اړه یې څیړنې وشي"په نیویارک ټایمز کې د یو ناشناس کس له خوا د وروستۍ مقالې لیکل چې واقعا برعکس خپره شوې ناوړه، بې رحمه او ډارن کار دی. هیڅوک نه پوهیږي چې دا څوک دی. خو د ملي امنیت د خوندیتوب په خاطر نیویارک ټایمز باید ددې کس نوم روښانه کړي. فکر کوم د دوی له خبریال څخه باید تحقیقات وشي."

نیویارک ټایمز ویلي چې ددې مقالې لیکوال د جمهور رئیس ترمپ د حکومت یو لوړپوړی چارواکی دی چې د ولسمشر ټرمپ د رهبري څرنګوالی یې غندلی او هغه یې د اخلاقي اصولو په نه مراعات کولو تورن کړی دی. د ټرمپ د حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي دي چې هغوی دا مقاله نه ده لکیلې.

نیویارک ټایمز د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي ډاډمن دی چې د عدلیې وزارت به په دې مسله کې د حکومت له قدرت څخه ناوړه استفاده ونکړي.

په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ یو د بل پسې له رسوایي سره مخ کیږي او د جمهور رئیس ټرمپ د تائید کچه هم کمه شوې خو تر اوسه لا هم یو ګروپ شته چې ولسمشر ټرمپ ته ژمن دی او د هغه پروګرامونه د هیواد لپاره ګټور بولي.

د هغه یوه مینه واله پاتي بیاورس وايي" د هغه پیغامونه زما خوښ دي. د اقتصاد په برخه کې د هغه کار د ستایلو دی، چې ډېرو خلکو ته روزگار پیدا شوی دی."

خو یو شمیر کارپوهان وايي څومره چې د جمهور رئیس ټرمپ منتقدین پر هغه انتقاد کوي، هغومره یې پلویان هم کلک ملاتړ کوي. دوی ددې کار علت تر ډیره قوم گرایي بولي او وايي د امریکا په اوسني سیاست کې مفکورې د جنسیت، مذهب او نژاد پر بنسټ را څرخي.

د دیموکراسۍ د رایه ورکونکو د ډلې غړی روبرټ ګرفن وايي یوازې قبیلوي روابط مطرح ندي بلکې سیاست هم خپل رول لري "ټرمپ توانیدلی چې د جمهوري غوښتونکو د تګلارو له مخې هغه مهم کارونه وکړي چې کلونه وړاندې یې د ترسره کیدو غوښتنه شوې وه، لکه د مالیاتو کمول او د کډوالۍ سیاستونه چې د جمهوري غوښتونکو ترمنځ خورا مشهور دي. "

خو د اې بي سي خبري آژانس او واشنګټن پوست د نظر سنجیو له مخې په دې تیرو څو اونیو کې د جمهور رئیس ټرمپ د مینه والو کچه کمه شوېده. نظر سنجي وايي د ټرمپ د مینه والو کچه ۳۶ سلنه ته راښکته شوې او د جمهوري غوښتونکو ترمنځ هم د هغه مینه وال له ۹۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته راکمه شوېده.

XS
SM
MD
LG