وروسته تر هغه چې په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی ادعا وکړله چې په عربي متحده د بریدونو لپاره یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو نه کار اخیستی، پدې هیواد کې د دا ډول په ټولي تفریحي الوتکو بندیز ولګید.
سره لدې چې د اماراتو د کورنیو چارو وزارت ویلي هغوي چې غواړي د کاروبار لپاره د دې الوتکو څخه کار واخلي ښایي اجازه ورکړي خو په اعلامیې کې یې ویلي چې د سر د شنبې د ورځې جنوري ۲۲ که څوک ددې الوتکو په استعمال ونیول شي، قانوني سزا ورکول کیږي.
حوثي یاغیانو په یو نادره برید کې تیره اوونۍ ادعا وکړله چې د عربي متحده اماراتو په مرکز ابوظبي کې یې د تیلو په یوې تصفیه خانې او د دې ښار په نړیوال هوایي ډګر د بې پیلوته الوتکو او توغندیو برید کړی.
په برید کې لږ تر لږه ۳ تنه ووژل شول او ګڼ شمیر د تیلو ټانکرونه پکې تبا شول.
اماراتو ویلي و حوثي یاغیانو پدې هیواد کروز او بالاستیک توغندي وار کړي او ځینۍ ګولۍ په هوا کې شنډې شوې.
د حوثي یاغیانو د برید ځواب کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په یمن کې د دې یاغې ډلې په مرکزونو هوایي بریدونه ډیر کړل.
سره لدې چې اماراتو د یمن نه خپل ډیری پلي سرتیري را ایستلي خو لا هم د هغو ملیشو ملاتړ کوي چې د حوثیانو پر ضد جنګیږي او په ائتلافي ځواکونو کې مهم نقش لري.
حوثي یاغیانو د برید کولو نه وروسته خبرداری ورکړی و چې په عربي متحده اماراتو به نور بریدونه هم وکړي.
د حوثیانو یو ویاند ویلي و دا بریدونه یې د سعودي عربستان په مشرۍ په ائتلافي ځواکونو کې د عربي متحده اماراتو د نقش په خاطر کړي چې تیره اوونۍ یې پدې یاغي ډلې تعرضي عملیات کړي و.