د لاس رسي وړ اتصالات

مونږ د امریکا په ټاکنو کې مداخله نده کړې – متحد عرب امارات


محمد انور قرقاش د متحده عرب اماراتو د بهرنیوچارو وزیر دی
محمد انور قرقاش د متحده عرب اماراتو د بهرنیوچارو وزیر دی

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر محمد انور قرقاش په ټویټر هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې متحده عرب اماراتو د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ په ګټه کار کړې دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې تیره اونۍ خبر ورکړ چې د ټرمپ زوي د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له استازو سره غونډې کړې وې. د راپور پر اساس، یو جاسوس د ټرمپ ځوي ته ویلي وو چې ریاض او ابوظبي لیواله دي چې په ټاکنو کې يي د پلار سره مرسته وکړي. د جمهور رئیس ټرمپ د زوي مدافع وکیلان وایې له غونډې څخه څه ترلاسه شوي نه دي.

یو ځانګړی هیات د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې یا بل هیواد د مداخلې په اړه تحقیق کوي
یو ځانګړی هیات د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې یا بل هیواد د مداخلې په اړه تحقیق کوي

ښاغلي قرقاش لیکلي، باید د خیال او پیشنهاد ترمنځ توپیر ته ژوره پاملرنه وشي او متحده عرب اماراو هیڅ داسی هڅه نده کړې چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې مداخله وکړي.

قرقاش لیکلي چې د امریکا د نورو متحدو هیوادونو په څير، د عرب متحده اماراتو مقاماتو سره د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د دواړو ټیمونو د مامورانو او مشاورینو لخوا تماسونه نیول شوي وو او د دواړو کاندیدانو د بهرني سیاست د موقفونو په ارتباط معلومات شریک کړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG