د لاس رسي وړ اتصالات

هوايي ټکسي تر ۵-۱۰ کلونو پورې کار پيلوي- د اوبر مشر


دغه شرکت وايي هوايي ټکسي به بالاخره د عامه ترانسپورت تر ټولو ارزانه وسیله شي

د اوبر تجارتي شرکت اجرایي مشر دارا خسروشاهي وايي د پلان له مخې به هوايي ټکسي د پنځو-لسو کلونو ترمنځ بازار ته وړاندې شي او تجارتي بڼه به خپله کړي.

د اپلیکیشن په واسطه د ټکسي خدمتونو د چمتو کوونکي شرکت اوبر اجرايي رئیس دارا خسروشاهي د سه شنبې په ورځ (فبروي۲۰)دا خبره وکړه.

دغه شرکت وايي هوايي ټکسي به بالاخره د عامه ترانسپورت تر ټولو ارزانه وسیله شي. ښاغلي خسروشاهي د چاپان په پلازمینې توکیو کې د پانګه والو په یوې غونډې کې غږېده. د اوبر په شان د ټکسي خدمتونو شرکتونه د چاپان په شان هیوادونو کې ښه بازار موندلی شي.

همدا ډول تجارت ته د یو ښه احتمالي مارکیټ په سترګه کتل کیږي او چمتو کوونکي یې له چارواکو غواړي چې د ټکسي په خدماتو لګول شوي محدودیتونه اسانه کړي.

دا مهال د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د اوبر شرکتفعالیت کوي، مشتریان په خپل زیرک تیلیفون کې د یو مشخص اپلیکېشن له لارې د اوبر ټکسي غواړي او کرایه هم په انلاین بڼه ورکول کیږي.

ډېر په دې باور دي چې اوبر د ډېرو خلکو لپاره اسانتیا برابره کړې ده او په ګڼ میشتو ښارونو کې یې د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو کې هم مهم رول لوبولی دی.

XS
SM
MD
LG