د لاس رسي وړ اتصالات

د برېټانیا حکومت وایې په افغانستان او برېټانیا کې ترهګرې ډلې اړیکې لري


ګاوین دا تبصره په داسی وخت کې وشوه چې بریتانیه افغانستان ته ۴۴۰ تازه دمه عسکر لیږي.
ګاوین دا تبصره په داسی وخت کې وشوه چې بریتانیه افغانستان ته ۴۴۰ تازه دمه عسکر لیږي.

د بریټانیا د دفاع وزیر په کابل کې د سکای نیوز تلویزیون سره په مرکه کې ویلي داسې شواهد موندل شوي چې په بریتانیا کې فعالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او په بریتانیه کې د بریدونو اراده لري.

د بریتانیې اندیپینډنټ ورځپاڼې هم د ګاوین ویلیمسمن په قول لیکلي چې دا لمړی ځل دی د بریتانیا حکومت په څرګنده د داعش ډلې د افغانستان د څانګې چې په 'داعش خراسان' مشهوره ده، بریتانیې ته د مستقیم ګواښ په توګه یادوي.

افغان دولت ادعا کوي چې په افغانستان کې داعش جنګیالي د پاکستان لاس پوڅي دي.
افغان دولت ادعا کوي چې په افغانستان کې داعش جنګیالي د پاکستان لاس پوڅي دي.

ګاوین په داسې وخت کې دا څرګندونې کړي چې تازه څلور سوه او څلویښت بریټانوي سرتیري افغانستان ته رسیدلي دي. په جولای میاشت کې د بریټانیا صدراعظمې تریسا می اعلان وکړ چې د ناټو د 'قاطع ملاتړ ماموریت' په چوکاټ کې به افغانستان ته څلور سوه او څلویښت سرتیري لیږي. په دوه زره او څوارلسم کال کې په افغانستان کې ناټو خپل پوځي ماموریت پای ته ورسو، خو شپاړس زره امریکايي او د ناټو سرتیري اوس هم د افغان سرتیرو ملاتړ او سلا مشورو او روزنې ته دوام ورکوي.

بریتانیه ۴۴۰ تازه دمه عسکر افغانستان ته لیږي.
بریتانیه ۴۴۰ تازه دمه عسکر افغانستان ته لیږي.

دا اقدامات په داسې وخت کې کیږي چې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی، او د سولې هیلې هم پیدا شوې دي. افغان حکومت او طالبانو په جون میاشت کې اوربند وکړ، او هیله یې دا وه چې دا اوربند وغځول شي او طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو زمینه برابره شي. د بریټانیا د دفاع وزیر کابل او مزارشریف ښارونو ته د خپل درې ورځیني سفر په ترڅ کې تیره ورځ (یکشنبې سیپتمبر۲) د جمهور رئیس محمداشرف غني، اجراییه ریس عبدالله عبدالله او یو شمیر نور افغان چارواکو سره هم لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG