د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیې لومړی وزیر برما ته رسیدلی


د بریتانیې لومړی وزیر ډیویډ کیمرون نن د جمعې په ورځ برما ته ورسیدی چې دا په نیمې پیړوۍ کې د لومړي لویدیځ مشر سفر دی چې دغه هیواد ته یې کوي. برما ته د رسیدو سره سم ښاغلي کیمرون د ولسمشر تاین شاین سره په پلازمینې نیپياتاو کې وکتل.

ورسته بیا د بریتانیې لومړی وزیر رنګون ته ولاړی چې د ډیموکراسۍ د مشرې آن سان سو چي سره وګوري. د هغې ګوند د روانې میاشتې په پارلماني ټولټاکنو کې د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کړ.

ښاغلي کیمرون پرون د پنجشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل چې بریتانیا به ډیر ژر پر برما باندي وضع شوي بندیزونه لیري کړي خو نوموړي زیاته کړه چې د دې کار نه مخکي هغه غواړي چې په برما کې رامنځ ته شوي بدلونونو په خپله وګوري بیا به یې په هکله پریکړه وکړي.

جنوب ختیځې آسیا ته خپل د ۵ ورځنیز سفر په لړ کې به ښاغلی کیمرون اندونیزیا او مالیزیا ته هم سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالاتو تیره اونۍ اعلان وکړ چې په پام کې لري چې پر برما باندي وضع شوي بندیزونه لیري کړي چې په کښي پر سفرونو او پانګه اچونې باندي بندیزونه شامل دي. د برما د اپریل د میاشتې د ضمني پارلماني انتخاباتو وروسته چې په لړ کې یې د برما د ډیموکراسۍ د مشرې آنګ سان سوچي ګوند د ۴۵ څوکیو څخه ۴۳ څوکۍ وګټلې، نور لویدیځ هیوادونه هم د برما په برخه کې خپلې پالیسۍ د سره مروروي.

هغه او متحدین به یې د روانې میاشتې پر ۲۳ مې نېټې باندي خپله دنده پیل کړي او په پارلمان کې به چیري چې اکثریت یې د پوځ ملاتړي سیاسي ګوندونه دي، مخالف ګوند سي.

د یادونې وړ ده چې د آنګ سان سوچي ګوند د ۲۰۱۰ کال د انتخابات سره مقاطعه وکړه، خو ولسمشرۍ ته درسیدو وروسته ولسمشر ټاین شاین په یو لړ دیموکراتیکو بدلونونو باندي لاس پوري کړ چې په کښي د بیان آزادي او د سیاسي بندیانو آزادول شامل دي.

XS
SM
MD
LG