د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا کې یوه روغتیایي کارکونکې د ماشومانو د وژلو په تور نیول شوې


عکس: ارشیف

د بریتانیا پولیس وایي یوه روغیتایي کارکونکې د انگلیستان په شمال کې د اتو ماشومانو د وژلو او شپږو نورو ماشومانو د وژلو د هڅې په تور نیول شوې ده.

د ٢٠١٥ کال د مارچ او ٢٠١٦ کال د جولای میاشتې ترمنځ د ١٧ ماشومانو د وژنې او ١٥ نورو ماشومانو د حال د خرابیدو په اړه د سیمې د چسټر روعتون په زیږنتون کې له تحقیقاتو وروسته دغه کارکونکې نیول شوې ده.

ددې پیښې پلټونکي پاول هوگز په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې "دا ډیرې پیچلې او حساسې پلټنې دي او مونږ اړ یو چې ډاډمن شو ټول ممکن کارونه مو ترسره کړي تر څو وموندل شي چې دغه ماشومان څنگه وژل شوي او بی حسه شوي دي."

پولیسو چې د تیر کال په می میاشت کې یې پلټنې پیل کړي ددغې میرمنې د نیولو په اړوند نور جزییات نه وړاندې کوي. هغه یواځې د روغتیایي کارکوونکې په نامه یاده شوې ده. ښاغلی هوگز وایي "لا هم پلټنې روانې دي."

هغه زیاته کړه چې دا د ټولو کورنیو لپاره یو خورا سخت وخت دی او کورنۍ د خپلو ماشومانو د مړینې په اړه ځواب غواړي.

د روغتون مقاماتو ویلي دي چې د پلټونکو سره مرسته کوي او زیاتوي چې پوره ډاډمن دي چې د روغتون زیږنتون "په اوس حال کې پوره امن دی".

د چسټر روعتون رئیس لن هاروي وایي خپله ټوله هڅه کوي چې پوه شي دلته څه پیښ شوي دي.

XS
SM
MD
LG