د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې له هند سره د پراخو تجارتي اړیکو غوښتنه کړې


د برتانې صدراعظم ډېوېډ کېمېرون دهند او برتانې ترمنځ د پراخه تجارت او پیاوړو اړیکو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کېمیرون نن د هند د بنگلور په ښار کې خپل درې ورځنی رسمي سفر شروع کړ. هغه په بنگلور کې د کمپیوټر سازئ په یوه غټ شرکت، اېنفوسس، کې نن وینا وکړه.

د برتانې صدراعظم وویل چې هند ته زما د سفر هدف دادی چې د خلکو لپاره کار او روزگار راپیدا کړم او د هند د حکومت نه وغواړم چې د بانکي بیمې، وسلو جوړولو او حقوقي خدماتو په سکتورونو باندې گمرکي محصول او مالیه کمه کړي.

د خپلې وینا نه وروسته هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان باید افغانستان، هند او د نړۍ بل کوم هیواد ته تروزم صادر نه کړي او د یوه باثباته پیاوړي او دیموکراتیک پاکستان لپاره یې غږ وکړ.

د برتانیې د سوداگرئ وزیر وینس کېبل نن اعلان وکړ چې حکومت به برتانوي شرکوتونو ته اجازه ورکړي چې د هند د ملکي ضرورتونو د پوره کولو لپاره دې اتومي تکنالوژۍ دغه هیواد ته انتقال کړي. د برتانیې دصدراعظم سره په دې سفر کې شپږ وزیران او تاجران ملگري دي.

هغه به د هند د صدراعظم او جمهور رئیسې سره هم ملاقات وکړي.

XS
SM
MD
LG