د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا کې په خټه پاکستانی د کورنیو چارو وزیر شو


ساجد واجد د برتانیا د پارلمان غړی دی
ساجد واجد د برتانیا د پارلمان غړی دی

په برتانیا کې د لومړي ځل لپاره یو کس چې په خټه پاکستانی دی، د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی.

د برتانیا صدراعظمې تریزا مې د دوشنبې په ورځ (اپریل۳۰) ساجد واجد د کورنیو چارو وزیر وټاکه. ساجد واجد د برتانیا د پارلمان غړی دی.

دا لومړی ځل دی چې په برتانیا کې د اقلیت ډلې یو غړی د حکومت په دومره لوړې څوکۍ کې په دندې ګمارل کیږي.

د برتانیا د کورنیو چارو مخکنۍ وزیرې امبر روډ د یکشنبې په ورځ (اپریل۲۹) استعفا وکړله ځکه هغې ویلي وو چې د مهاجرینو د شړلو په هکله یې په غیرې عمدي ډول د پارلمان غړیو ته غلط معلومات ورکړي وو.

د کورنیو چارو نوي وزیر ساجد واجد ویلي دي چې د ټولو نه مهم کار به یې د هغو مهاجرینو د ستونزې حل کول وي چې د کرابین د ټاپوګانو نه برتانیا ته تللي دي.

د لندن ښاروال صادق خان هم په خټه پاکستانی دی.

XS
SM
MD
LG