د بریتانیا په پارلمان کې استازي نن دوشنبه جون شپږمه (غبرګولي۱۶) صدر اعظم بوریس جانسن ته د باور او یا عدم باور رایه ورکوي.
که ښاغلی جانسن ونشي کولای چې د قانون جوړوونکو څخه د باور رایه ترلاسه کړي، له واک څخه به لېرې شي او واکمن ګوند باید بل مشر وټاکي چې د بریتانیا صدراعظم شي. خو که له دغې ازموینې بریالی راووت، چې ډېر امکان یې شته، ممکن تر یو بل کال پورې بیا له داسې حالت سره مخامخ نشي.
د رایې اچوونې دا بهیر په ځايي وخت د مازدیګر په شپږو بجو پیلیږي او دوه ساعت به روان وي.
ښاغلی جانسن تر دې مخکې هم د یو لړ مسائیلو له کبله پارلمان ته بلل شوی و چې ترې بریالی راوتلی و. ځینو بریتانوي وکیلانو ویلي دي چې په ښاغلي جانسن نور اعتماد نشي کولای، ځکه چې هغه د کروناویروس د اعلان شویو محدودیتونو په مهال په خپل کور کې میلسمتیا جوړه کړې وه او لارښوونې یې په پام کې نه وې نیولې.
د اسوشیتډپرس د راپور په اساس پولیسو هغه له دې کبله ۵۰ پونډه جریمه کړی هم و او په دې سره بوریس جانسن د بریتانیا لومړی صدراعظم و چې په خپلې واکمنۍ کې یې قانون مات کړی او جریمه شوی دی.
د بریتانیا د محافظه کار ګوند یو غړي ګراهام بردي ویلي دي چې د پارلمان څخه یې لیک ترلاسه کړی چې په کې ۵۴ قانون جوړوونکو غوښتنه کړې چې ښاغلي جانسن لپاره دې د باور یا عدم باور رایه اچوونه وشي.
د ښاغلي جانسن دفتر ویلي دي چې هغه د دغې پرېکړې هرکلی کړی. د سیاسي چارو شننونکي په دې باور دي چې هغه به د ۱۸۴ رایو په ترلاسه کولو سره له دغه ازمون څخه بریالی ووځي خو په دې کار سر به یې په خپل ګوند کې دننه واک کمزوری شي.
تر دې مخکې، په ۲۰۱۸ کې د بریتانیا صدراعظمه بریسا مۍ د پارلمان د عدم اعتماد له رایې اچوونې څخه بریالۍ ووتله خو بیا یې پخواني صلاحیت او صلابت ترلاسه نکړل او بالاخره یې استعفا وکړه.
د هغې له استعفا وروسته د محافظه کار ګوند په منځ کې ځينې اختلافات پیدا شول او پایله یې دا شوه چې بوریس جانسن د بریتانیا نوی صدراعظم وټاکل شو.