د بریتانیا پایتخت لندن په سړه هوا کې د یوې نوې زېږېدلې ماشومې له موندل کېدو وروسته چې په یوه پلاستیکي کڅوړه کې د سړک غاړې ته پرېښودل شوې وه، پولیسو د جمعې په ورځ جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) د ماشومې پر مور غږ کړی چې راوړاندې شي.
ددغه ښار یو اوسیدونکي د پنجشنبې په ورځ، د ماشومې له موندلو وروسته مقاماتو ته خبر ورکړی دی.
د لندن پولیسو ویلي چي ماشومه په کڅوړه کې په یوه ټوټه کې پېچل شوې وه، او اوس یې په روغتون کې روغتیايي حالت ښه دی.
د لندن پولیسو ویلي، د ماشوم د مور لټون کوي او په دې باور دي چې ښايي هغه هم بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا ولري.
د لندن د پولیسو مشر سایمن کریک د هغه لاروي ستاینه کړې چې دغه ماشومه یې موندلې او په خورا سړه هوا کې یې د ژغورنې د عملې تر رارسېدو پورې، هغه توده ساتلې ده.
کریک په یو بیان کې وویل: "زه خوښ یم چې راپور ورکړم چې د هغې روغتیا ښه ده او د روغتون د کارکوونکو تر نظر لاندې ده."
د پولیسو مشر زیاته کړه: "زموږ فکر اوس د ماشومې د مور سره دی؛ موږ د هغې د روغتیا په اړه خورا اندیښمن یو ځکه چې هغه به د دردناک حالت څخه تیریږي او د زیږون وروسته به سمدستي طبي پاملرنې ته اړتیا ولري."
د شمالي اروپا د ډیرو نورو برخو په څیر، په لندن کې هم دا اونۍ هوا ډېره سړه ده او ددغه ماشوم د موندل کېدو پر وخت هوا د سانتي ګراد په کچه له صفر درجې څخه ټیټه وه.
فورم \ دبحث خونه