د لاس رسي وړ اتصالات

بورېس جانسن د بریټانیې نوې کابینه معرفي کړه


بورېس جانسن د بریټانیې ۵۵ صدراعظم دی.
بورېس جانسن د بریټانیې ۵۵ صدراعظم دی.

د بریتانیې نوي صدراعظم بوریس جانسن د پنجشنبې په ورځ (جولای ٢٥) په داسې حال کې د خپلې کابینې لومړۍ غونډه وکړه چې هڅه کوي د اروپایي اتحادیې نه د بریټانیې د وتلو په سر د بریټانیویانو ژور اختلافات پای ورسوي او یو موټی یې کړي.

د برتانیې نوي صدراعظم، بورېس جانسن، واک ته له رسېدو سره سم په لومړۍ غونډه کې په کابینه کې له یوه مخه بدلون راوستی او ډېر هغه وزیران یې له کار گوښه کړي، چې د پخوانۍ صدراعظمې تېریزا مې تر مشرتابه لاندې یې کار کاوه.

نوي ټاکل شوي وزیران تر اکثره داسې کسان ګڼل کېږي، چې ښايي د اکټوبر تر ۳۱مې له اروپايي ټولنې نه د کوم جوړجاړي پرته هم د خپل هېواد د را ایستلو پلوي وکړي.

پاکستاني الاصله ساجد جاوید چې په پخوانۍ کابینه کې د کورنیو چارو وزیر و د مالیې د وزیر په توگه ټاکل شوی.

صدراعظم جانسن، محافظه کاره پریټي پټيل چې له اصله هندۍ ده د کورنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکله.

ډومینک راب د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی. راب په تېر حکومت کې د اروپايي ټولنې څخه د برتانیې د وتلو د چارو وزیر و خو له پخوانۍ صدراعظمې تریزا مې سره یې د اختلاف له امله استعفا کړې وه.

د صدراعظم جانسن ملاتړی بین والیس چې یو پخوانی پوځي افسر دی ددفاع وزیر په توګه ټاکل شوی.

بورېس جانس د لندن پخوانی ښاروال او په پخواني حکومت کې یې د بریتانیې د بهرنیو چارو د وزیر په توگه هم دنده ترسره کړې ده.

د بریتانیې د محافظه کار نوي صدراعظم نیکونه مسلمانان دي او غور نیکه یې د عثمانیه سلطنت یو له مهمو شخصیتونو بلل کېدو. د ترکیې مشهوره ورځپاڼه (حریت) لیکي چې د ښاغلي جانسن غور نیکه، علي کمال نومیده چې مشهور خبریال او لبرال سیاستوال و.

XS
SM
MD
LG