اوکرایني ځواکونو د سه شنبې په ورځ، اګست ۱۳مه (زمري ۲۳)، د روسیې په کورسک سیمه کې ناڅاپي بریدونو ته دوام ورکړی او په ګاونډي بلګورود ولایت کې یې بمباري کړې، چیرې چې والي بیړنی حالت اعلان کړی دی.
اوکرایني ځواکونه د تېرې سه شنبې په ورځ کورسک ته ننوتل چې تراوسه یې لسګونه ښارګوټي لاندې کړي دي. دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د روسیې په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی برید ګڼل شوی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د سه شنبې په ماښام د خپل پوځ د مشر اولیکساندر سیرسکي سره یو ویډیو کنفرانس خپور کړ چې په ترڅ کې یې هغه ویلي: "تر نن ورځې پورې زموږ سرتیرو په ځینو سیمو کې له یو څخه تر دریو کیلومترو پورې پرمختګ کړی دی."
سیرسکي زیاته کړې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د روسیې "۴۰ کیلومتر مربع نوره خاوره لاندې کړې" او ۷۴ ښارګوټي د اوکرایني ځواکونو په ولکه کې لوېدلي دي.
د بلګورود والي د چهارشنبې په ورځ بیړنی حالت اعلان کړ او ویې ویل چې د اوکراین د بمبارۍ لاندې د روسیې په دغه سرحدي سیمه کې وضعیت "کړکېچن" دی.
والي ویاچیسلاو ګلادکوف په ټیلیګرام کې وویل: "زموږ د بلګورود په سیمه کې وضعیت د اوکراین د وسله والو ځواکونو د بمباریو له کبله خورا کړکیچن دی. کورونه ویجاړ شوي، ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي."
هغه وویل، په بلګورود باندې، چې د اوکراین د خارکیف سیمې سره پوله لري، د بې پیلوټه الوتکو برید شوی دی.
د روسیې په خاوره کې له یوې اونۍ جګړو وروسته د اوکراین د پوځ مشر سیرسکي د دوشنبې په ورځ وویل چې سرتیرو یې د روسیې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره مربع خاوره نیولې ده.
د کورسک والي الیکسي سمیرنوف د دوشنبې په ورځ وویل چې ۲۸ ښارګوټي نیول شوي او اوکرایني ځواکونه د روسیې دننه لږ تر لږه ۱۲ کیلومتره نور وړاندې ورغلي دي.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ د کیف د ناڅاپي برید په اړه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل چې دې برید د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته "ریښتینې کړکېچ" ایجاد کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د دوی سرتیرو د اوکراین ځواکونو په شا تنبولو ته دوام ورکړی او "په زغره والو موټرو کې یې د ګرځنده ډلو بریدونه شنډ کړي دي."
اوکراین ویلي د روسیې د نیول شویو سیمو د ساتلو پلان نلري او وړاندیز یې کړی که مسکو "عادلانه سولې" ته غاړه کښیږدي، د روسیې په خاوره کې بریدونه بندوي.
د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جورجی تیخی وویل، کیف د روسیې د خاورې نیولو ته لېوالتیا نه لری. خو هغه د اوکراین د وروستیو اقداماتو دفاع وکړه او دا یې "په بشپړه توګه قانوني" وبلل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته وویل: "هرڅومره ژر چې روسیه د عادلانه سولې سره موافقه وکړي، هغومره ژر به د اوکراین د دفاعي ځواکونو لخوا په روسیې باندې بریدونه ودرول شي."
د کورسک په ولایت کې څه باندې ۱۲۰ زره روسان له خپلو کورونو تښتېدلي دي.
فورم \ دبحث خونه