د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین تازه تر لاسه کړې اف-۱۶ جنګي جټ الوتکې نندارې ته وړاندې کړې


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یکشنبه اګست څلورمه ( زمري ۱۴) هغه اف -۱۶ جنګي جټ الوتکې نندارې ته وړاندې کړې چې تازه دې هیواد ته ورکړل شوي دي.

ښاغلي زیلینسکي په دې مراسمو کې وویل چې په دې الوتکو سره به د روسیې په خلاف جګړې کې د اوکراین د نظامي ځواکونو ملا ور وتړل شي.

د اوکراین مشر چې نوې تر لاسه کړې جنګي جټ الوتکې یې نندارې ته وړاندې کولې او دوو نورو یې پرواز کاوه، وویل، " دا جټونه زمونږ په اسمان کې دي او تاسو یې نن ګورئ. ښه ده چې دا الوتکې دلته دي او مونږ به ترې ګټه واخلو."

د اوکراین د پوځ یو جګپوړي چارواکي مطبوعاتو ته ویلي چې ښایي یو شمیر دا جټ الوتکې له هیواد څخه د باندې په نورو هیوادونو کې وساتل شي چې د روسیې د بریدونو څخه خوندي وي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و که د اوکراین جنګي الوتکو ته په خپلو هیوادونو کې ځای ورکړي، مسکو ښایي د دې هیوادونو په تاسیساتو باندې برید کولو په هکله غور وکړي.

اوکراین ته ورکړل شوې اف– ۱۶ جنګي جټ الوتکې زړې دي او غربي متحدینو اوکراین ته ورکړي چې د پخوا راهیسې یې غوښتنه کوله. دا الوتکې په متحده ایالاتو کې جوړیږي خو د شاوخوا ۵۰ کالونو راهیسې یې متحدینو ته ورکړي.

بلجیم، ډنمارک، هالنډ او ناروې هغه هیوادونه دي چې ژمنه یې کړې اوکراین ته به تر ۶۰ ډیرې اف -۱۶ الوتکې په راتلونکو څو میاشتو کې ورکړي.

د اوکراین جمهور رئیس پخپلو خبرو کې دا ونه ویل چې څومره الوتکې دې هیواد ته ورکړل شوي او دا یې هم نه دي ویلي چې کومو هیوادونو ورکړي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د تیر ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې اجازه ورکړه چې اوکراین ته دا الوتکې ورکړل شي خو امریکا دا ویلي چې خپلې الوتکې به کیف ته ورنه کړي.

دا الوتکې د اوکراین نظامي قوت لا ډیروي، په ځانګړې توګه د هوایي دفاع برخه خو کارپوهان په دې باور دي چې د الوتکې به د جګړې اړخ بدل نه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG